
دافغانستان دسولی،دموکراسی اوملی تړون دساتوونکوخپرونه
دملی تړون دانټرنيټ دتازه خـــبرونووپاڼـې ته ښــه راغــــــلاســت
په دی ځای کښې ستاسومحترموليدونکودمعلومات دپاره زموږدګران هيواد،دسيمی اودنړی ورځنې مهم اوتازه خبرونه خپريږی.


![]()
دپــــــــښتــــوبرخــه
دنن تازه اومــــهــــم خــــــــبرونه
|
نن پنجشنبی ورځ د۱۳۸۸لمريز کال د(غبرګولی)اته ویشتمه (۲۸) مهاود -۲۰۰۹- زیږدیز کال دمي دمياشتی اته لسمه -۱۸مه- نيټه |
جرمني او هسپانيه افغانستان ته نور عسکر او درنې وسلې ليږي

د آلمان پوځ غواړي،د طالبانو سره د سختو نښتو په نظر کې
نيولو سره، د خپلو درندو وسلو د کارولو په هکله نوې لاره غوره کړي.
آلمانۍ ورځپاڼه Handelsblatt نن پنجشنبه ليکي، چې د آلمان په پارلمان
کې د دفاعي چارو د جرگه گۍ د تفتيش رئيس يوې غونډې ته وويل، دنورو په ډله
کې به د مارډر Marder په نامه شوبلو څخه هم کار اخيستل کيږي.
همدا شان به د دوي سرتیرو ته د ايگل Igel په نامه زره پوش او هم د Dingo او
Fuchs په نامه ټرانسپورټي وسيلې ورکول کيږي.
جرمنۍسوسيال دموکراتانو د افغانستان شمال کې د آلماني ځواکونو په چوکاټ کې
د جنګي څرخي الوتکو د ګمارنې غوښتنه هم کړېده.
همدارنګه د هسپانيې د دفاع وزارت اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د
ټاکنو د خوندي تر سره کيدو د پاره (۵۳۲) تنه نور سرتيري افغانستان ته
وليږي. په پام کي ده چي دغه عسکر به د ټاکنو او د هوايي ډګرونو په ساتلو کي
په دندو وګومارل سي او تر ټاکنو يوه مياشت وروسته به بيرته خپل هيواد ته
راستانه سي.
ښاعلی حامد کرزي د محقق د ژمنو خبرې رد نه کړې
دکابل څخه په یوخبرکې ،ولسمشر حامد کرزي د هغه وخت راپه دی خوا چې د ولسي جرگې غړي او د وحدت گوند مشر محمد محقق ورسره د ملاتړ په بدل کې د ژمنو پرده پورته کړه په لومړي ځل غبرگون ښکاره کړ .
ښاغلي کرزي د محمد محقق د غوښتنو په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې دا ونه ويل چې دا خبرې ناسمې يا سمې دي .
ولسمشر يوازې دومره وويل چې دى د ده په وينا په مشارکت باور لري .
ښاغلي کرزي زياته کړه :
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دى او زه په دې وياړم، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال مې دغه اصل په پام کې نيولى او که خلک بياهم رايه راکړي او ولسمشر شم، نو يو داسې حکومت به رامنځ ته کړم، چې د ټولو افغانانو ونډه په کښې وي .
ولسمشر کرزي د خپل نوي مرستيال قسيم فهيم په باب وويل چې مجاهدين د واکه گوښه سوي وو او د دې دپاره چې د ده په وينا دغه ستونزه حل سوې وي ښاغلى فهيم يې خپل مرستيال نومولى دى .
په کابل کې د سياسي چارو شننونکو د ښاغلي کرزي پر دغه سپيناوي حيرانتيا ښودلې ده .دوى وايي د طالبانو د نسکوريدو را په دی خوا په پرله پسې توګه مجاهدين واکمن دي او د دوي د گوښه کيدو خبره د منلو وړ نه ده .
د محمد محقق سره د ژمنو د نه ردولو په باب سياسي شننونکوهم ويلي چې دا کار به د افغانستان په سياسي چاروکې بده پيلامه وي چې عواقب به يې شايد ښه نه وي.
هغه تور لوګي چې هره ورځ له کابل سرينا له هوټل څخه په ښار کې خپريږي دکابل ښاريانو روغتيا ته زيان رسوي
باختر:ځينې کابل ښاريان وايي هغه تور لوګي چې هره ورځ له کابل سرينا له هوټل څخه په ښار کې خپريږي دکابل ښاريانو روغتيا ته زيان رسوي . داپه داسې حال کې دى چې دولت د چاپيريال ساتنې دککړتيا ستونزې دڅيړنې په خاطر دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په مشرۍ يو کميسيون جوړ کړى دى چې په کابل او دهيواد په نورو ښارونو کې دهوا دککړتيا له امله رامنځته شوي ستونزې لرې کړي . د فروشګاه دساحې دوکانداران وايي له زياتې مودي راپديخوا د سالنډي په ناروغۍ اخته دي او هغه لوګي چې له کابل سرينا هوټل څخه خپريږي ددوى د ځورونې سبب کيږي دفروشګاه دساحې دوکاندار فريد په دې باب وويل چې دکابل سرينا هوټل لوګي هره ورځ دى ځوروي او دشپې له پلوه د سالنډي ناروغۍ ورته پيدا شوې ده . دى وايي ناچاره دى چې هره ورځ لوګي تنفس کړي . دکابل سرينا هوټل متصدي حميد قادري تائيدوي چې ددغه هوټل د پخلنځي لوګي دکابل ښار په مرکز کې دهوا دککړتيا دزياتيدو سبب شوى دى . حميد قادري وايي دچنکاښ دمياشتي تر پاى پورې د پخلنځي دبرخې وسايل دبريښنا په سيستم عياروي . د چاپيريال ساتنې مسوولين هم له دې پلوه انديښنه لري ، دچاپيريال ساتنې دملي اداري د پاليسي ، تحقيق او معلوماتو رئيس سيد محمد رحيمي وويل : چې ددغه هوټل دلوګي په باب زيات شکايتونه دغې ادارې ته رسيدلي دي . ده وويل موږ خپلې انديښنې دهوتل متصديانو ته رسولي دي رحيمي څرګنده کړه چې د چاپيريال ساتنې ملي اداره له دوه کاله مخکې څخه دهغو عواملو په باب چې د چاپيريال ساتنې دککړتيا سبب کيږي کار پيل کړي دي او يوه مقرره يې طرحه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې به تصويب شي . ده وويل: په دې مقرره کې دهغو مراجعو لپاره چې دچاپيريال دککړتيا سبب کيږي د نورو اقداماتو ترڅنګ نغدي جريمه هم لګول شوې ده . درحيمي د څرګندونو له مخې اړونده اداري هيات دکابل سرينا هوټل دپخلنځي دلوګي د ستونزې د څيړلو په حال کې دي او دغه موضوع په جدي ډول تعقيبيږي . درابعه بلخي روغتون دروازې ترشاه دناروغ يو پايواز چې دسرينا هوټل ته څيرمه پروت دى او يوازې يو سړک هغوى سره جلا کوي داسې ناولي او ناپاکې او به يې وليدلي چې دهوټل له لارې څخه فروشګاه ته څيرمه دعمومي واټ تر څنګ پرويالو کې بهيږي او په چاپيريال کې ناوړه بوي ترې خپريږي پروفيسر ډاکتر نجيب الله امر اخيل وويل دهغو تيلو له امله راپيدا شوي لوګي چې دکيفيت له کنترولو پرته وارديږي دخلکو په روغتيا کې زياتې انديښنې راپيدا کوي او هغه کسان چې هره ورځ د ډيزلو تيلو دسوځيدو له لوګي سره مخامخ دي له شک پرته دسالنډي ، هاضمي او سترګو په ناروغيو او په جلدي ناروغيو اخته کيږي دغه راز دکابل ښاروالۍ چارواکې په دې برخه کې دهلوځلو خبر ورکوي . دکابل ښاروالۍ دښاري خدمتونو مرستيال وهاب الدين سادات وايي څو ځلې دکابل سرينا هوټل له چارواکو سره ددغې ستونزې په اړوند تماس نيول شوي ، خو په زړه پورې نتيجه نه ده ترلاسه شوي . دکابل ښاروالۍ دښاري خدمتونو مرستيال زياته کړه کابل ښاروالۍ هم مقرره لري چې دهغې له مخې هغه مراجع او کسان چې دښار دپاکوالې دخرابوالې سبب کيږي دتنظيف د جريمې ورکولو ته اړکيږي په هر صورت ستونزه دښار په زړه کې د جمهوري رياست دارګ په څو متري کې موجوده ده ، چارواکي وايي دغه ستونزه لرې کيږي خو خلک وايي تر څو چې اپين له بغداد څخه رارسيږي مارچيچلي مري .
ليبرمن د هستوګنځيو په برخه کې د امريکې سره مخالفت ښکاره کړی

داسرائيلو د بهرنيو چارو وزير اويګدور ليبرمن د خپلې
امريکايۍ سيالې ميرمن هلري کلنټن سره په يوې کتنه کې، يو ځل بيا په لويديز
اردن کې د يهودي هستوګنځيو د جوړولو په هکله د امريکا غوښتنې یې رد کړېدي.
نوموړي په واشنګټن کې وويل، د اسرائيلو د نفوذ د زياتېدنې په نظر کې نيولو
سره، دا ډول غوښتنې هغه هېواد ته د منلو وړ نه دي.
ميرمن کلنټن بيا د هستوګنځيو د جوړونې پر بندولو ټينګار کړی دئ او زياته
کړې يې ده، د امريکا د لړلیده، په منځني ختيځ کې د سولی دراوستنې لومړی شرط
همدا دئ. کلنټن د اسرائيلو دا خبره هم ردکړېده، چې وايي د امريکې مخکيني
مشر جارج بوش ورته د هستوګنځيو دجوړولو اجازه ورکړې وه.
داهسی ویل کیږی چې به په راتلونکي اونۍ کې د اسرائيلو لومړی وزير
بنيامين نتانياهو او د امريکا ځانګړی استازی جورج ميشل به په پاريس
کې پر دې موضوع باند ی سره و ږغيږي .
د امریکا کانګرس د( ١٠٦ )مليارډو ډالرو اضافي پوځۍ بودجه ومنله

ددې پوځۍ بودجې اوډالرو څخه به د افغانستان او عراق د
جګړو لګښت، د سورکوزی د والګي سره د مبارزې او مخنيوي خرڅه او هم
نړيوال پولي صندوق ته د امريکې د غړيتوب ونډه ورکول کيږي.
بودجه د (٢٠٢ )مخالفو رايو په مقابل کې د( ٢٢٦ )موافقو رايو د مخې
ومنل سوه. وکيلانو د دې پانګې داهسې يوه بڼه تصويب کړې ده چې د دوي او د
سنا يا مشرانو د جرګې د توپير ترګډ انډول سره برابر کړي او د منلو وړ وي.
دا اندازه پيسې به د سپتمبر د مياشتې تر ٣٠ نېټې پورې د سږنۍ پانګې په جمع
شمېرل کيږي.
د دې پيسو نه د نورو لګښتونو تر څنګ، ٧٩،٩ مليارده ډالره د عراق او
افغانستان جګړو ته او(٧.٧ ـمليارده ډالره د سورکزی د والګي دوېروس H1N1 سره
مبارزې ته ورکول کيږي. په دې پيسو کې( ٨ )مليارده ډالره نړيوال پولي صندوق
ته هم په نظر کې نيول شويدي. بر سېره پر دې (٨ )مليارډوباندی به (١٠٠
)مليارډه نورهم نړيوال پولي صندوق ته، د پرمختلونکو هېوادونو سره د نړيوال
بحران په وړاندې مبارزه کې د مرستو کولو په خاطر ورکول کيږي.
د امريکا د استازو په جرګه کې پر دې موضوع باندې د بحث کولو په موقع اصلي
غړي دموکرات ډاويډ اوبې David Obey نړيوال پولي صندوق ته د جمهوريت
غوښتونکو د مخالفت او مقاومت څخه په موافقه ښودلو سره وويل، چې دا
تدبير د نړيوال مالي بحران د مخنيوي د پاره اړین وو. نوموړي استازي
وړاندې په ډاګه کړه: تاسې پوهېږی، چې دا يو حقيقت دئ. موږ بايد د نړيوالو
سره برخه واخلو، او کله چې نړيوال اقتصاد څپڅپانده کيږي، موږ خپلو ځانونو
ته دا مسؤوليت لرو، چې د نړيوال اقتصاد حالت بېرته راسم کړو.
جمهوريت غوښتونکو نړيوال پولې صندوق ته د پيسو له ورکولو سره مخالفت کاوه،
او ويل يې چې د دې څخه هغه هېوادونه هم ګټه اوچتوي، کوم چې د امريکا
د متحده ايالتونو سره مخالف دي. مګر د ډېرترو استازو مشر ستيني هوير Seny
Hoyer پولي صندوق ته پانګه ورکول د نړيوال اقتصاد د پاره يوه بيمه وبلله او
په ډاګه يې کړه: که هر څه سم پر مخ ولاړ شي، نو دا پيسې به د امريکې له
متحده ايالتونو څخه ونه وزي. خو که حالات سم پرمخ ولاړ نه شي، او نړيوال
اقتصاد يو بل شوک هم وويني، نو بيا به دا پيسې مرسته کوي، چې نړيوال پولي
صندوق له لوی خطر او اقتصادي نړښت سره مخامخو هېوادونو ته کمک ورکړي.
هوير Hoyer د سورکوزی د والګي سره د مبارزې په خاطر پيسې ورکونه په دې ټکو
سره وستايله: دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د روغتيايي چارو څارګری
ډله وویل : د سورکوزی والګی، وروسته د( ٤١) کالونو د لومړي ځل د پاره د يوې
نړيوالې منځ ته راغلې ناروغتيا په توګه اعلان کړه.
نوموړي استازي له رايو ورکولو څخه لږ څخه مخکې په ډاګه وويل: هر هغه څوک که
نن د دې والګي د مخنيوي د لګښت پر ضد رايه ورکوي، هيله لرم ميدان ته راووزي
او زموږ ل د خلکو دروغتیا اوسلامتیا سره د خپلې لوبې پرڅرنګوالي رڼا
واچوي .

دچهارشنبی ورځ د۱۳۸۸لمريز کال د(غبرګولی)اوه ویشتمه (۲۷) مه
اود -۲۰۰۹- زیږدیز کال دمي دمياشتی اوه لسمه -۱۷مه- نيټه
د جمهوری رياست د كانديدانو كمپاين پیل شو

دغه انتخاباتي مبارزه چې دوه مياشتې دوام كوي كانديدان كولى
سي د انتخاباتو د قانون سره سم خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام وركړي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د چارواكو د وينا د مخې د انتخاباتي مبارزې
په لومړې دوره كې دغه موده څلويښت ورځي دی خو داچې په دې برخه كې
زياتې غوښتنې وې ترڅو دغه موده ودوو مياشتوته وغزول سوو.
په دې دوره كې د كانديدانو دوه پړاوونه تنظيموي چې يوې مالي چاري او بل هم
مبارزاتي چارې دي. كه چيري په دې موده كې كوم كانديد د قانون څخه سرغړونه
وكړي، د شكاياتو د اوريدو كميسيون ته معرفي كيږي او د هغوى د نوم تر حذفولو
سزاګانې وركول كيدى سي.
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون وياند نورمحمد نور وايي چې د انتخاباتي
مبارزه دپاره ځانګړي ترتيبات نيول سوي دي. په تيره بيا په دغه مهال د
رسنيو كميسيون نقش هم ټاكونكي دي . د قانون د مخې ټولو كانديدانو ته
په مساويانه توګه حق وركول كيږي چې دراډيو، تلويزيون او ورځپانو
اوټولوټولیزواطلاعاتوپه وسیله کږلای سی چې خپلې تګ لاري وړاندې كړي.
دغه راز ښاغلي نور جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ته د كانديدانو د
انتخاباتي مبارزې په څارنې ټينګار وكړ او وې ويل چې د ولس مشر حامد كرزي په
ګډون چې دا مهال يو كانديد دې ټولو ته په يوه سترګه كتل كيږي .
دفرانس پریس خبری آژانس ولیکل : محمد قسیم فهیم د افغانستان تر ټولولوی جګړه مار دی
16.06.2009
فرانس پریس خبري اژانس د ولسمشرکرزي د لومړي مرستیال محمدقسیم فهیم په اړه یو یې راپور خپور کړی او هغه کې په افغانستان کې ترټولولوی جګړه مار،جنایتکاراو پیسه دار بللی دی .
فرانس پریس لیکي : د اسد ۲۹می د نهه ویشتمې نېټې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ولسمشرکرزي لومړی مرستیال محمدقسیم فهیم د افغانستان ترټولو لوی جګړه ماردی اوباورکېږي چې په جنایتونو او فساد کې لاس لري .
د کرزي د لوري د مرستیال په توګه د فهیم نومول دجمهوری ریاست دمرستیال په توګه افغانان او د هغوی نړیوال ملاتړ کوونکي یې خوابدي کړي دي .
د مې په میاشت کې وروسته د دې چې کرزي اعلان وکړ چې قسیم فهیم د خپل لومړي مرستیال په توګه نوموي ، د بشري حقونو د څارونکې ډلې( هیومن رایټس واچ ایشیا) ريیس براډ اډمس وویل : (( فهیم په افغانستان کې ترټولو وحشتناک جګړه مار دی. د کورنۍ جګړې دوخته یې د ډېرشمېرافغانانو په وینو لاسونه سره دي.))
براډ اډمس همداراز ویلي : ((که فهیم بیا د افغانستان د حکومت په زړه (راس) کې ځای پیدا کړي، دا به د افغانستان د پاره ناوړه اومخ پر شا ګام وي .))
فرانس پریس لیکي : خو په خپله ولسمشرکرزی فهیم یو طالب دښمن تاجک قومندان بولي چې دی ورباندې په سختو حالاتو کې اتکا کولی سي
کرزي د مرستیال په توګه د فهیم د نومونې وروسته وویل : (( فهیم خان به د افغانستان د خلکو د یووالي او ثبات عامل وي .دی به داسي مرستیال ولسمشروي چې د هیواد هرې سیمې ته به تللی سي .))
فرانس پریس زیاتوي : باور کېږي چې فهیم د افغانستان ترټولوشتمن شخص دی خو ویل کېږي چې روغتیايی وضعه یې ښه نه ده . فهیم په ۱۹۵۷ زیږدیزکال کې د یوروحانی ، ملا په کور کې د پنجشېر درې په یوه واړه کلي کې زېږېدلی او په کابل کې یې ابتدايي دیني زده کړې کړې دي .
هغه د نولس سوه اویایمې لسیزې په پای کې د شوروي ضد مقاومت (جهاد) سره لمړی دحزب اسلامی دحکمتیار دډلی سره ملګری سواوبیا د احمدشاه مسعود ترمشرۍ لاندې یدده دجبهاتوقوماندان وو او شهرت یې ترلاسه کړ.
هغه ته د نړیوالوپام هغه مهال واوښت چې مسعود ووژل سو او دی د شمال ايتلاف قومندان او د طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکاملګری سو.
د امریکا په مشرۍ د نړیوال ايتلاف د لوري د طالبانو د حکومت درانسکورولورا وروسته د کرزي د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې فهیم ددفاع وزیر وټاکل سوچې ورسره په یو وخت کې یې د ولسمشرد مرستیالۍ چوکۍ هم په لاس کې وه خو کرزي په ۲۰۰۴ لمریزکال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو وروسته ځان ترې خلاص کړ.
فرانس پریس لیکي چې یوشمېر نورو کسانوته فهیم په خپل وخت کې د افغانستان په پوځ کې اغېزمن ښکارېده خو ویل کېږي چې نوموړی لا هم وسله وال کسان(ملېشه) لري .
کرزي وروسته فهیم خپل نږدې ملګری وباله او د مارشالۍ رتبه یې ورته ورکړ خو د بشري حقونو څارونکې ډله وايي چې فهیم په نوی یمه لیسزه کې د کورنیو جګړو په ترڅ کې د افغانانودوژنو په شمول نورډول ،ډول جنایتونه یې ترسره کړي .
فرانس پریس لیکۍ: نړیوالومقاماتود کرزي دلوري په راتلوونکو انتخاباتو کې د خپل لومړي مرستیال په توګه د فهیم په نومولو ټکان وخوړ ځکه چې هغه تراوسه پورې په وژنو، د وسلو او وسله والوپه ساتلو اود مخدرو موادو قاچاق ته دوام ورکړی دی .
د بشري حوقونو د څارونکې ډلې مشر ښاغلی ادمس وايي : ((ډېرافغانان پوره باور لري چې فهیم د وسله والو مېلشه وو د لرلو، د جنایتکارو ډلو او د مخدرو موادو د قاچاقبرود ساتلو په شمول لا هم په ډېروغیرقانوني فعالیتونو کې لاس لري .))
هغه په همدی ډول وویل چې د افغانستان خلک د یوښه مشرتابه مستحق دي .ولسمشرپه دې ټاکنه کې (د فهیم) هیواد ته سپکه اړولې ده .
اډمس همداراز وویل چې فهیم تاجک دی او کرزي به ښايی هیله لري د فهیم په وسیله به د تاجک افغانانو رایې ترلاسه کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس حامدکرزي اودروسيې جمهوررئيس دميتري میدويديف د تروريزم سره په مبارزه کې په زياتې اوپياوړې همکارۍ باندې ټينگاروکړ.

دافغانستان او روسيې جمهورو رئيسانو
تيره شپه دشانگهاى دهمکاريو دسازمان دغړوهيوادونو
دمشرانو دغونډي په ترڅ کې دروسيې ديکاترينبورګ په
ښارکې وکتل.
ددواړو هيوادونو جمهورو ر ئيسانو دغه راز په اقتصادي،
دترريزم ،نشه يي توکو اوجرمونو پرخلاف دمبارزې په برخو
کې داړيکو دټينگښت اوپراختيا په باب موافقه
وکړه.دروسيې جمهوررئيس دملي پوليسو دروزنې په برخه کې
دهمکاريو په دوام باندې په ټينگارسره اعلام وکړ چې
هيواد يې له افغانستان سره داړيکو دپراختيا اوپه
بيلابيلو برخو کې دهمکاريو علاقمند دى.په مقابل کې
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررئيس دافغانستان دملي
پوليسو دروزنې په برخه کې دروسيې دمرستو له امله په
منني سره وويل چې افغانستان دروسيې له خوا دتحصيلي
بورسونو دبرابرولو اودتخنيکي مرستو ددوام په برخه کې
دهمکارۍ غوښتوونکي دي ځکه افغانانو له پخوا څخه دروسيې
له تکنالوژي سره بلد دي اوله دغي تکنالوژي څخه استفاده
دوى ته گټوره اوساده ده.حامدکرزي دغه راز له روسيې څخه
وغوښتل چې دسالنگ دتونل دنوروبرخو دترميمولو په برخه
کې چې دروسيې په تکنالوژي سره جوړشوي دي، همکاري وکړي
.دروسيې جمهوررئيس له افغانستان سره دهمکاريو دموافقې
په اعلامولو سره ژمنه وکړه چې په ټولو برخو کې له
افغانستان سره مرستې کوي اوخپلې همکارۍ پراخوي
په افغانستان کي د امريکا او دناټو دمیشته ځواکونو نوي قوماندان په کار پيل وکړ :

جنرال مک کرسټال جنرال داويد مک کيرنان ځای نيولی،
څوک چې وروسته د يو کال څخه د امريکا د پوځ ددفاع د وزارت پنتاگون دخوا
ايسته کړل سو. اصلا بايد چې مک کيرنان دوه کاله په افغانستان کې خپله دنده
یې سر ته رسولې وای.
تر هرڅه لومړی به جنرال ميک کريسټال د افغانستان ناکراره سيمو ته يو سفر
وکړي ترڅو د نږدې څخه دحالاتو څارنه وکړي. دغه خبره د افغانستان په جنوب کي
دنړيوال سوله ساتونکي ځواکونوISAF د سيمه ايزي قوماندانۍ برتانوي مرستيال
بريد جنرال دويد هوک وکړ او وايي. «زه يې له دې سره شميرم چي جنرال ميک
کريسټال به ځیني چاري په بل ډول به ترسره کړي.»
پوځي او سیاسي کتوونکۍ په دي عقيده دي چي نوي امریکايي جنرال به دخپل سلف
په پرتله زیاتره دمقاومت کوونکو پر ضد پوځي عملیات سرته ورسوي. جنرال ميک
کريسټال د پټوعملیاتو کار پوه بلل کیږي. کومی تجربی چي دی يې لري، ښايي وسي
کړای په افغانستان کي هم دجګړې بڼه بدله کړي.
داسې اټکل کيږي، چې مک کرسټل به د طالبانو په وړاندې مبازه کې نوي اصول
رامنځ ته کوي. اوس مهال په افغانستان کې (۵۶۰۰۰) شپږپيځوس زره امريکايي
سرتیری او (۲۳۰۰۰) درویشت زره د ناتو د(۴۱) یوڅلویښت غړو
هېوادونو څخه نورسرتیری موجود دي.
