|
|
|
دتیلیفون دپاره ددی ځای دسایټونونه ډونلوډکړی او ښه ترینه اوارزان ترینه قمیت انتخاب کړی
|
دکمپیوټر دپاره مهم اوضروری پرګرامونه له دی ځای نه ډونلوډ کړی
|
مهــــم معـــلــــومـــاتی موضــوعـــات هوږه ولې دوینې فشار ټيټوي
هوږه د زرگونو کالونو راهيسې پېژندل شوې او په پخلينځي کې په کار لويږي. هر څوک په دې پوهېږي چې هوږه صحت ته هم ډېره فايده رسوي. خو پوښتنه دا ده چې ولې تر اوسه هيچا په دقيقه توگه نه شوو ويلای چې هوږه ولې د وينې فشار ټيټوي. خو د امريکې د متحده آيالتونو څېړونکو اوس نوي څه موندلي او په نورو جزياتو يې رڼا اچولې ده.ايچ تو اس د چاپيريال زهرجن مواد دي چې د حيوانانو په اطراحاتو او خوشيو کې پيدا کېږي. دا د بيالوژي پوه ښاغلي ډيويډ کراوس څرگندونې دي څوک چې په دې برخه کې څېړنې کوي. هغه زياتوي چې د پوزې د لارې ايچ تو اس ډېر زر محسوسېدای شي ځکه چې د خوسا شويو هگيو په څېر ډېر زيات بوی کوي. بيالوژي پوه ډيويډ کراوس د چاپيريال او روغتيا په برخه کې دامريکې په بيرمينگهېم نومي ښار کې پروفيسر دی. هلته څېړونکي دې نتيجې ته رسېدلي دي چې د هوږې په تېره بيا بوي لرونکي مواد صحت ته هم ډېر گټور دي. دغه غوټې هر ډول سلفوريک مواد په ځان کې رانغاړي. کله چې دغه توکي تر هضمېدو وروسته د وينې جريان ته داخليږي نو سلفور هايدروجن نومي مواد رامنځته کيږي«کله چې هوږه غوڅه شي نو يوه کيميايي عمليه صورت نيسي. سلفور مواد بله بڼه غوره کوي چې په پخېدو سره هم د منځه نه ځي. کله چې دغه هوږه وخوړل شي نو مفيد مواد يې په هضمي جهاز کې د وينې جريان ته ننوځي او د سرو حجرو د پردې په واسطه په حجراتو کې دننه په سلفور هايدروجن اوړي. دغه مواد بېرته خارجيږي او د رگونو سطحي برخه کې د زيگنال ماليکيولونو دنده لري چې رگونه يې په واسطه نرميږي. ځکه نو د نننيو معلوماتو له مخې هوږه د زړه دپاره ډېرې فايدې لري، ځکه چې رگونه پرې ارتيږي او د وينې فشار پرې راټيټيږي:«زموږ وجود حتی د هوږې نه خوړلو په صورت کې هم ايچ تو اس توليدوي خو ډېر کم.هوږه دغه اندازه زياتوي. موږ په دې هم پوهيږو چې د پاخه عمر او زړبودۍ په وخت کې د سلفور موادو کچه په بدن کې کميږي او رگونه تنگيږي او د وينې فشار لوړيږي.»هوږه د دغو گوگړو او سلفور ډوله موادو کچه بېرته برابرولای او سمې کچې ته رسولای شي. په دې هکله د الاباما د پوهنتون يوه پروفيسره مېرمن ژانېت دوېلر وايي:«زما شخصي وړانديز به دا وي چې خلک دې هر څومره زياته هوږه وخوري.»نوموړې زياتوي چې د هوږې مثبت تاثرات په نورو نباتاتو کې ساری نه لري.«ډېر لږ نباتات پيدا کېږي چې زموږ د څېړنو له مخې دا ډول اغېزې لري. د امازونس سيمې له يو بل ډول هوږې هم خبر شوي وو چې ځايي اوسېدونکي يې د بېلابېلو ناروغيو د درملنې په برخه کې کاروي . »
دلوورایټ وپLowRateVoip سره یـوه دقیقه (۱۸ )اته لس ،یورو-سنټه افغانستان ته خپل دکوردتیلیفون نه خبری وکــړی ګرانواودرنودوستانوددغه لاندی ادرسونوپه ډونلوډ کولوسره تاسی کولای شی چې دانټرنیټ اوکمپوټر په وسیله وپنځه شپته((۶۵))هیوادونوته بیله کوم پولې مصرف نه دهرکوروتیلیفون ته زنګ ووهي اوخبري وکړی اودنړی ونوروهیوادونوته هم کولای شی چې په ډیر لږدپیسوپه خرڅولو اوپولې مصرف سره خبري وکړی .
voipstunt
د چرس څکولو او رواني ناروغيو تر منځ کشاله
چرس کېدای شي چې د رواني ناروغيو سبب وگرځي هغه څوک چې په پر له پسې توگه چرس څکوي په روحي ناروغيو د اخته کېدو امکان ورته هم د عادي وگړو په نيسبت دوه چنده دی.
حتی يو ځل چرس څکول هم د
روحي او رواني تکليفونو د رامنځته کېدو چانس څلويښت په سلو کې زياتوي. چې د چرس څکولو او رواني ناروغيو تر منځ کشاله شته ده. هغه وايي خپل زوی يې ژوندی ثبوت دی ځکه چې نوموړی د اونۍ په پای کې هره شپه څلور يا پنځه سيگريټي څکوي او په دې توگه ورته رواني ستونزې پيدا شوې دي: «د تېرو شپږو مياشتو په موده کې هغه ډېر زيات چرس وڅکول، او په رواني لحاظ بېخي ختم دی. له هغې راهيسې ناجوړه دی، دی د نهه ويشتو کالو دی... کله چې يې ډېر چرس څکول نو سم دم ليونی کېده، په يو څو دقيقو کې.« د انگلستان د بريستل او کارديف د پوهنتونونو څېړونکي دغه خبرې تاييدوي. ښاغلي داکتر ستينلي زاميت او د هغه ډلې په دې لړ کې پنځه دېرش بېلابېلې څېړنې سره پرتله کړې دي. هغه په کې وموندل چې چرسيان د نورو عادي وگړو په پرتله څلويښت په سلو کې په زياته کچه په روحي ناروغيو اخته دي. «دا په دې معنی ده چې خلک داسې څه ويني او داسې غږونه اوري چې موجود نه وي، خو په دې لړ کې جدي رواني ناروغۍ لکه شيڅوفرينيا يا د دوه مخيز شخصيت ناجوړتيا هم راځي.« داکتر زاميت وايي چې د عادي چرس څکونکو د ناروغه کېدو چانس بيا هم ټيټ دی، خو هغه زياتوي چې چرس په څوارلس فيصده کيسونو کې بيا هم په دې ناروغيو کې ونډه لري. هغه ادعا کوي چې دا مطلب د عامې روغتيا يوه مهمه موضوع ده: «خلک دې پوه شي چې که دوی په دوامداره توگه چرس وڅکوي نو ځانونه د روغتيايي ستونزو کندې ته غورځوي. خو د سختو رواني ناروغيو د رامنځته کېدو فردي خطر بيا هم نسبتا کم دی. خو خلک دې دغې خبرې ته متوجه واوسي په تېره بيا هغه کسان چې چرس په پر له پسې توگه کاروي.« پوهاند روبين موراي د لندن د مرستون يو تن کارکونکی وايي چې د چرسو د اغېزو اصلي څېره کېدای شي تر دغې راڅرگندې کچې پسې لا بدرنگه وي. هغه څېړنې چې داکتر زاميت پرې خپل نظريات راټولوي له اويايمې، اتيايمې او نوي يمې لسيزې څخه دي او هغه مهال تر
سره شوې دي چې د چرسو نرم ډولونه کارېدل. ښاغلی موراي په دې هکله وايي: «د چرسو او شرابو خبره سره ورته ده. ډېر خلک شراب څښي خو شرابيان نه دي. چرس همدغسې وبوله. اکثره هغه خلک چې چرس څکوي نه ناروغه کېږي، خو هر څومره ډېر چې سړی چرس په تېره بيا قوي ډولونه وکاروي، نو د روحي تکليفونو خطر هم پسې زياتېږي. هر څومره چې دا کار ډېريږي همغومره ډېر خلک به د رواني امراضو مرکزونو ته راځي. له شيڅوفرينيا يا دا ډول نورو ناروغيو سره.« خو ځينې طبي څېړونکي د ډاکتر زاميت نتيجې تر سوال لاندې راولي. ښاغلی ارواپېژندونکی ډاکتر ترېور تورنر وايي چې د چرسو د استعمال او رواني ناروغيو تر منځ يوازې يوه کمزورې رابطه شته او نه دا چې د هغو اصلي لامل گرځي. دی زياتوي چې هغه خلک چې د روحي تکليف د رامنځته کېدو خطر ورته متوجه دی ډېر زيات مخدره موادو ته لېواله کسان هم دي: «ډېر هغه خلک چې شيڅوفرينيا لري له وېرې څخه سر ټکوي. هغوی ډېر سېگرټ څکوي او مخدره توکي کاروي او چرس سړی اراموي لکه څنگه چې پوهېږو. داسې ښايي چې تر مريضۍ مخکې لا ډېر مخدره توکي استعمالوي او کله چې ناروغه شي نو دا حالت پر ناروغۍ هم تاثر کوي.« داکتر تورنر په خپل دريځ ټينگار کوي او وايي چې دغه نتيجې څرگندوي چې چرس د رواني ناروغيو اصلي علت نه دی: «گورئ، په تېرو دېرشو کالو کې د شيڅوفرينيا کچه زياته شوې نه ده. سره له دې چرس څکول زيات شوي دي او په هغو هېوادونو کې چې خلک ډېر چرس څکوي هم د شيڅوفرينيا د مرض کچه لوړه شوې نه ده.« بلې خوا ته د داکتر زاميت څېړنه د برتانيې د حکومت له يوې پرېکړې سره سمون لري چې غواړي د چرسو په وړاندې چلند کې بدلون راولي. کېدای شي چې د چرسو د درلودلو، ساتلو او ځان سره د گرځولو او په وړاندې يې د مبارزې په موخه نور گامونه پورته شي.
|