آبزرور: دطالبانوسره دسعودی عربستان اودانګلیس پټي خبرې یې اشوا(افشا) کړې

د انټرنتټ دفارسی سرچینوڅخه

ژباړونکی : عــزیـزاحمد خــوارمل

 

یوی انګلیسی ورځپاڼی "آبزرور" په  یوځانګړی راپور کې دطالبانودیوجګپوړی چارواکی سره دانګلیس اودسعودی عربستان په ملاتر دترسره سووپټوخبراتروپه هکله: ددی اونی په ګڼه کې ولیکل : پورتنی بی سارې خبراتری چې دطالبانودیوجګپوړی چارواکی په ګډون سره دطالبانوددوو نروپخوانیو  چارواکو په منځګړی توب سره رامنځته سوی دی ،ددی مسئلی دحل په اړه دغه دوه تنه اوس دکابل ،پاکستان ،سعودی عربستان اودلویدیزو هیوادونووپلازمینوته په تګ اوراتګ دي  .

ددی راپورپربنسټ انګلیس ددغوخبراترولوژیستیکی او دپیلوماتیک  ملاتړ یې په خپله غاړه اخیستی دی  اودا په داهسیې حال کښې دی چې رسمی بیانی ددی ښکاروندی دی  چې خبراتری  یوازی بایددطالبانوپه ګډون سره  صورت ومومی  چې دناامنیودپای ته رسولودپاره تیار دي .

 دغه انګلیسی ورځپاڼی   په دی هکله ولیکل : په افغانستان کې یوشمیر سرچینی دغه جنګجالی خبراتری یې منلی دی   اوټينګار یې کړیدی  چې دوی تیره اونی یې په دی هکله یې اطلاع ترلاسه کړی دي  .

په کابل کې دافغانستان دیوی جګپوړی چارواکی داعلان پربنسټ ،دسږکال ددوبی په ناامنیوکې دطالبانو په غوښتنوکې توپیر،ددغه عواملوسبب دخبراترو په دوام ورکول کې ښودل سویدی  . دافغانستان ددولت یوتن مشاور ددی خبراترو په جریان باندی پوه اوخبروو،هغه وویل چې  طالبان تل خپلی غوښتنی  اړه وی اومدام یې وخپلوغوښتنوته بدلونه ورکړی دی . دغه افغان جګپوړی چارواکی  زیات یې کړ: ددی خبراترودموخونه یوهم داسامه بن لادن دالقاعدی دمشر اودطالبانوترمنځ  دیوی سوری رامنځته کیدل دی .

همدارنګه تیره اونی  دفرانسی لمړی وزیر"فرانكو فيون" په خپل پارلمانی وینا اوبیانی کې په مستقمه اومخامخ توګه سره ودی خبراتروته یې اشاره وکړ.ده په دی  هکله توضیح ورکړ: موږبایدداهسی  لاری ولټو هغه کسان چې  ډېر دملی جنبشونو اودقبیلوی  فعالیتونودپاره کار کوی  هغوی دنړیوال جګړیزوډلوڅخه جلا کړو اوپه دی هکله دا اوس دسنی  مذهبه مسلمان هیوادونه دهغه جملی څخه سعودی عربستان زیار باسی  ترڅودغه کار ترسره سی .

آبزرور ولیکل په افغانستان کې  دسږکال ددوبی جګړه  دهغه نیټی نه چې پردی هیواد باندی په (۲۰۰۱) م کال کې یرغل سویدی دډېروناامنیواوناآرامیوڅخه شمیرل کیږی .

همدارنګه ترمخه تر د ی هم دا ډول مخامخ اړیکی په ټيټه سطحه دطالبانودقوماندانوسره صورت موندلی وو ،اما دسعودی عربستان په نوښت دطالبانوسره خبراتری  دا لمړنی پیل دی .

دغه انګلیسی خپرونه ددی مطلب په ادامه ولیکل : دغه خبراتری دسږکال په دوبی کې پیل سویدی دافغانستان ددولت په بلنی  سره دسعودی عربستان په منځګړیتوب سره دغه خبراتری پرانستل ســـول .ددی خـــبراترواړیکی ورونکی کس څـــواوني دی چې  ددواړوخواوودخبراترود

موضوعاتوداجندادسرلیک  دنه منلواومنلو(ردولواوتائیدولو) دپاره دکابل اوریاض دپلازمینواودپاکستان دکویټی دښار(په سویل لویدیزکې دطالبانودشورادمشرتابه ) ترمنځ په تګ اوراتګ کې یې تیر کړی دی  .اودغه اړیکی ورونکی کس  دانګلیس دبهرنی چارودوزارت دچارواکو اودانګلیس دامنیتی استخباراتو دکارمندانوسره یوځای ولندن ته یې سفر وکړاوپه همدی ډول دسعودی عربستان یوهیئت هم په دی اړه دکابل نه یې لیدنه وکړ .

ویل کیږی چې طالبانو(۱۱)غوښتنی  یې ،ددی دښمنی ګانواودجګړی دپای ته رسولی دپاره وړاندی کړی دی اوپه دی وړاندیزونوکښې دکلیدی اواساسووزارتونواودباندیوځواکونودپلان سوی وتلوغوښتنه هم سویدی دغه شرطونه اوغوښتنی  دطالبانولخوا څخه وړاندی سویدی .

دغه انګلیسی ورځپاڼی ددی رپوټ پربنسټ  زیاتوی :دافغانستان دجمهور رئیس «حامد کرزی» دملی امنیت مشاور«زلمی رسول» دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ ددغوخبراترومسؤول وو.

آبزرور همدارنګه دکرزی دهغه لیک څخه چې دسږکال په دوبی کې وګلبدین حکمتیار ته یې ورلیږلی وو هم یادونه کوی   چې  ددی لیک دورلیږلونه هم اطلاع  لری اوپه همدی ډول سره تیر کال  کرزی اعلان کړی وو چې  دګلبدین حکمتیار اودطالبانو دمشر ملا محمد عمر سره دمخامخ خبراتروهرکلی کوی  په دی  ترځ کې ویلی وو چې دولتی لوړی څوکی به هم ددوی په واک کې ورپریږدی .

په داهسی حال کې ددی موضوع خبر خپریږی چې تیره اونی دانګلیس دبهرنی چارودوزارت ویاند اعلان وکړ چې دسعودی عربستان  دهیواد ددی نوښت څخه  اطلاع نلری ،مګر دانګلیس دولت په فعاله توګه  دافغانستان د دولت د پخلاینی دپروسی څخه ملاتړ کوي .

همدارنګه ددی موضوع په اړه :

دفراسنی دخبری آژانس په حواله  حامد کرزی دسعودی عربستان څخه و غوښتل چې دطالبانوسره دی  دسولی په خبراتروکې ګډون وکړی !

حامد کرزی تیره اونـــــی  په یوی خــــبری کنفرانس کــــــې  دسعودی عربستان څخه وغوښتل چې  دافغانستان ددولت اودطالبانوترمنځ  دی دسولی په خبراتروکې د منځ غړی په توګه ګډون وکړی ، کـــرزی وویل تراوسه پــــوری خبراتــــری ندی  پیل ســــوی اما دافغــــــانستان استازی د سعودی عربستان  اوپاکستان وهیوادونوته یې  په  دی هکله سفرونه کــــړی دی  ترڅو ددی  پيښی  دجـــریان نه ددغه هیوادونه مشران خبر کړی  .

دافغانستان داسلامی دولت جمهور رئیس  وویل  په دی دوه تیروکالنوکښې ما دسعودی عربستان وپاچاته لیکونه اوپيغامــــــونه  ورلیږلـــی دی اودده نه مې غوښتنه کــــړی وو ، ترڅــــوزموږ سره په افغانستان کې دسولی په رامنځته کولو کې  مرسته وکړی .

دافغانستان جمهورئیس وویل :  دخبراترودپاره  آماده ګی اوتیاری دورځنی  اړتیاوپربنسټ  پر مخ  روانه ده  زموږ استازی څوځلی و سعودی عربستان  اوپاکستان ته  سفرونه  کړی  مګر تر اوسه پوری مخامخ خبراتری ندی پیل سوی .

کرزی  دغه خبری په داهسی  حال کې وکړی   چې د آبزرور ورځپاڼی څو ورځی مخکې  په یورپوټ کې ولیکل : دسعودی عربستان هیواد دمنځ غړی په توګه  په پټه دطالبانوسره  یې  خبراتر ی پیل اوپرانستی دی ترڅوپه  ا فغانستان کې  ننی ګواښونه اوروان کړکیچ  پاي ته ورسیږی  .

انتي‌وار په یو رپوټ کې ولیکل :

امریکابایددالقاعدی څخه وبیریږی،نه دطالبانوڅخه !

اوس دامریکا زیارپه څرګنده اوښکاره توګه  دپاکستان په خاوره کې  دیرغلونوترسره کول ، دبوش دنوی استراتیژی یوه برخه  دطالبانواودالقاعدی  دځواکونوپرضد دی . ډېرکالونه  دی چې ویل کیږی چې اسامه بن لادین او دالقاعدی   وتلی مشران  په دغوسیمو کښې ځانونه یې پټ کړی دی .

دانتی واردا نټرنيټی خبری شبکی په حواله سره ،بالاخره امریکا پریکړه وکړه چې دپاکستان په خاوره کې  دټروريسټانوپرضدیرغلونه  په دی هیواد کې ترسره کړی اودامریکا دهیواد دغه پیل نه یوازی داچې دپاکستان ددولت لخوا په کلکو ګوتنیونو سره رامنځته سوبلکی داهسی لیدل کیږی چې په پاکستان کې یې تاوتریخوالی  هم ډېرکړیدی .

دسپټامبر دیوولسمی (۱۱می) پيښی نه راوروسته دالقاعدی دمشر اسامه بن لادن تښته دافغانستان څخه وپاکستان ته  ،دامریکا دولت په جدی توګه یې زیار ویست چې په افغانستان کې دټروريسم ريښه  په هراړخیزه توګه سره دمنځه یوسی او وچ یې کړی ،دا په داهسی وخت کې وو چې ددی موضوع په هکله یې په هغه وخت  کې هیڅ ورته  پام ونکړچې دټروریسم اصلی ریښی په پاکستان کې دی . دواشینګتن  غیر اصول پیل اوکړنی  ددی سبب وګرځیدی  چې دټروریسټی پيښوپه شمیر کې چې دټروریسټانولخوارامنځته کیدی دغه شمیره راکښته نه سی  اومخ پرډېریدو سی ،اودغه ټروریسټانووخپلوعملیاتوته په همدی ډول سره ادامه وکړی  .

 

دامریکااودهغه دملګروهیوادونوسیاسی تیر وتنی ددی سبب وګرځیدی چې دسپينی ماڼی داصلی موخی اوتوجوڅخه پرته، استخباراتی اواطلاعاتی سازمانونه اومځکنی  ځواکونه داسامه بن لادن اودالقاعدی دنورومشرانودوژلواودنیونو څخه  لاس واخلی ،خکه ددی اووکالونوپه موده کې ،واشینګتن چې دډېرو لویواوغښتلیو  اطلاعاتی مرکزونوخاوند دی  ونه سوای کړای چې اسامه بن لادین ونیسی .

په  دی هکله یو سوال  رامنځته کیږی  : ایا امریکا نه غواړی چې بن لادین ونیسی  اویا نه سی کولای چې دغه کار ترسره کړی  ؟ .

داهسی معلومیږی  چې دامریکا دولت داسامه بن لادن او دالقاعدی  دډلی سره  دمبارزی موخی اوهیلی نلری  اوډېر برخه د دغې  مبارزی دطالبانو دځواکونوپه وړاندی ترسره کیږی .

دامریکایی چارواکو دویناوپربنسټ په پاکستان کې دامریکا دیرغلونو دډېریدواصلی دلیل دطالبانودپټیدواوپټنخایونودامن د ځایونودمنځه وړل دی  ترڅوچې  وکولای سی چې دطالبانودنفوذ اودورتګ څخه دافغانستان وخاوری ته مخنیوی سوی وی  .

داهسی  لیدل کیږی چې د سپینی ماڼی جګپوړی چارواکی هیر کړی دی چې اسامه بن لادن اوالقاعدی یوولسم (۱۱) دسپټامبر یې رامنځته کړاوبیا هم څرنګه چې لیدل کیږی  دامریکا یرغلیز سیاست  په پاکستان کې ددی سبب وګرځېدی ترڅووسلوال طالبان  په افغانستان اوپاکستان  محبوبیت ترلاسه کړی .

همدارنګه امریکا بایدوپوهیږی چې په پاکستان کې دافراطیونو زیاتیدل اوډېریدل ترپخوا نه ډېرخطرناکه دی  ځکه چې دغه هیواد آتومې اوهستوی وسلی په واک کې لری .

دسپنی ماڼی جګپوړی چارواکی ښه پوهیږی   چې داپخپله امریکا ووچې ددغی ډلی لکه القاعدی په رامنخته کولواوجوړه ولوکې یې مرسته وکړنوپس امریکا دی ددی سبب ونګرځی چې په نړی کې دی یوداهسی نوی ګواښګر ځواک دی رامنځته سی .

په افغانستان اوپاکستان کې  دطالبانودبریاو دمخنوی په خاطر چې طالبانویېوړاندیزکړی چې  دامریکا اوائتلافی قواوټوله ځواکونه دی دافغانستان څخه ووځې  اوفقط یولږشمیر مخصوص ځواکونه دی په افغانستان کې پاته سی  ترڅوداهسی شرايط رامنځته سی چې بن لادین اودالقاعدی  نور نامتومشران دی  دخپلوپټوځایونوڅخه راووځې  اوددوي تعقبولو دی  په ډېره اسانی اوساده ګې سره صورت ومومې .

واشینګتن باید ودی نتیجی ته ورسیږی  چې په افغانستان اوپاکستان کې پروسلوالوطالبانو باندی بری اوددوی  پرضد جګړه اویوازی نظامی کړني ،دحل لاره نه ده باید اطلاعاتی چاروته زور ورکول سی  .امریکا یی چارواکی کولای سی  پردی موضوع باندی سوچ وکړی چې طالبان ودی ته وداره کړی ترڅو دبهرنی ځواکونوسره دجګړی نه لاس واخلی  اوهغه څه چې طالبان یې  په پاکستان کې غواړی هغه دی  دوي ته ورکړل سی اوپه همدی ډول سره بن لادین اودهغه ډله دی منزوی اوځانله سی .

 د(۲۰۰۰) ددوزرز کال په پای کې  وروسته دسپتامبر دیوولسمی (۱۱می) نیټی  نه هغه وخت چې بن لادن دامریکایې خواکونودبهیری نه  دتښتی په حال کې  وو،هغه په ښکاره ډول سره افغانانوته یې پيسی ورکول  ترڅووده ته اجازه ورکړی چې دی دي وتښتی . نوولی امریکایانو ونه سی کولای  چې دبن لادن دنیونواوددستګیری اودهغه دوژلودپاره وافغانانوته ډول ډول  امتیازات ورکړی ؟.

امریکایی چارواکی باید دبن لادن اودالقاعدی دنورومشرانودنیونواوددستګیری دپاره دطالبانووغړوته ووایی  چې دوی څه غواړي .

یوشمیر وایی چې دطالبانوغوښتنی چې هر څونی لوړ هم وی مهم ندی مګر دبن لادن اودالقاعدی دنورړمشرانونیونه  اوډستګیری  ډېر مهم دی .

په حقیقت کې دطالبانوغوښتنی تر هغه د(۵۰۰۰۰۰۰۰) پینځوسومیلیونوډالروجایزی نه ډېرزیات دی چې دامریکا ددولت لخوا دبن لادین دپټنخای اودنیونودپاره اعلان سویدی اما بیا هم دغه شمیر پيسی (ډالر) کیدی سی چې دطالبانودډلی دپاره مناسبی  پیسی  وي .

دبوش دولت  لیری دی ،چې په دی پاته څومیاشتوکې په ټولیزتوګه وسی کولای چې د بن لادن په نیونو او وژلوکې بریالی سی . ځکه دبوش سیاستونه دلمړی  سرڅخه  دټروریسم پرضد د جګړی داصولو سره یې په ریښتونی ډول سره ډېر اوږد واټن درلود .

باید ورته منتظروه وسو اووینوچې دامریکی نوی دولت  دبن لادن دنیونودپاره څه ډول طرحی او وړاندیزونه دځان سره ولری .مسلمآ که سپینه ماڼی په جدی توګه په دی هکله کړنه ونکړی نومخکــی ترمخکـــې کـــولای سو وړاندوينه وکــــــړوچـــــــې په امریکا کې دسپټامبر د(۱۱می)

یوولسمی  پيښی په شان  یوه بله پيښه به  رامنځته سی . 

ملامحمدعمر دافغانستان څخه دبهرنی ځواکونودوتلو غښتوونکی سو!

 

 

 

 

ملامحمدعمر ددی غښتوونکی سوچې  دافغانستان دخاوری څخه دی بهرنی ځواکونه په بیړه سره ووځی .

دالجزیری دانټرنیټی سایت په حواله  ملامحمدعمر دطالبانودډلی مشر په یوپيغام کې چې ددی ډلی دپلویانوپه یوانټرڼيټی سایت کې خپور سوی دی ، دامریکا اودشمالی اتلانتیک (ناټو)دځواکونه څخه یې غوښتی دی چې هرڅونی  ژر دی دافغانستان دخاوری څخه ووځې .

ملاعمر همدارنګه  ودی ځواکونوته یې ګوت څندنه کړی او  ویلی  یې دی  که بهرنی ځوانونه دغه ګوت څندنه ونه منی نودډېردرانده ماتی سره به مخا مخ سی .

000015.jpg

 د الجزیری دانټرنيټی سایت  په حواله، ملامحمدعمردطالبانودډ لی مشر په دی پيغام کې  دبهرنی ځواکونوڅخه یې غوښتی دی چې  دخپلو پریکړو دتیروتنو  په ترځ کې یې ، افغانستان تر واک اوښیکلاک لاندی راوستی دی ،نودغه دی خپل لړ لید واړه وی  ترڅومناسب فرصت  ددی ځواکونودوتلودپاره دافغانستان دخاوری څخه  رامنځته سی .

ملا محمد عمرپه ټینګارسره وویل که دښکیلاکګروځواکونوښکیلاک په افغانستان کې پایښت ومومی او ادامه ولری دغه ځواکونه به دماتی سره مخا مخ سی .

دطالبانودډلی مشر  توضیح کړ چې دغه ډله هیڅکله هم دهیڅ چا دپاره په نړی کې  خطر نه ګڼل کیږی .

داپه داهسی حا ل کې دی چې دافغانستان په سویلی سمیه کې ائتلافی  ځواکونه  دیوی بیانی په خپره ول سره  دیومین دچاویدوله کبله ددی ځواکونوددروتنودوژلوکیدوپه هکله  ددوشنبی په ورځ خبرورکړ.

په روان کال کې  په افغانستان کې دطالبانود ډلی نفوذ دډېریدواوزیاتیدوښکارندوی دی  اوڅرنګه چې په سږ کال کې  تر اوسه پوری دامریکایی وژل سوی  سربازانوشمیره ،پر افغانستان باندی دامریکا  دیرغل دلمړی نیټی څخه د(۲۰۰۱) میلادی کال څخه بیا تر تیر کال پوری سږکال  ډېرتره دی .  /

پورتنی مطالب دلاندنی ادرسونوڅخه  اخیستل سویدی

-         فارس نیوز څخه

-         دایسنا څخه –

-         ایرنا نیوز

 

 

 

په نړی کې همدا اوس څوک اوکوم هيوادونه دي چې  انسانی حقونه ترپښولاندی کوي اوبیا تردغه سرلیک اوددموکراسی ترنامه لاندی نړی یې دګډوډی پرلور روان کړیدی  ؟

     ((عزیزاحمد خوارمل ))

             دانسانی احساس پربنسټ  اوبیله کوم تبیعض اوتعصب نه که په دی  يوویشتمه پيړی کې ددی پرمخ تللی هیوادونوکړني اوترسره سوی چاري چې دنړی دنوروهیوادونوددولتونواودهغوي داولسونوپه وړاندي ترسره کړي اوکوي یې  ترنظراومطالعی لاندی یې تیر کړو،نووبه وینوچې  ظالمان اونیواکګرڅوک دي ؟ اوانسانی حقونه څوک ترپښولاندی کوي؟ اوبیا تردغه سرلیک اوددموکراسی ترنامه لاندی نړی یې څرنګه دیوی لوی کړکیچ اوګډوډی پرلور روان کړیدی ؟ اوبیا دغه یرغلګرهیوادونه ځانونه په ظاهره توګه څنګه دنړی اودنړیوالو دسوله ایزژوند،دهوسایی اودآرامی صادق اورښتینی پلویان او دآزادی ،دموکراسی ،قانونیت ،عدالت ،بشری حقونواونورو وګړني چارو مدافعین بولي؟ چې دا اوس مهال بحث اومباحثه ،څیړنی اومطالعی پردی موضوعات باندی ډېر اړین اوضروری دی اوهمدارنګه ډېردتعجب،حیرانتیااو دخندا وړهم دی .

           خو په اوسنی اونننی  پرمختللی نړی کې ددی هیوادونودددولتونودواکدارانو،چارواکو ،دمشرانواونظامی ځواکونوکړني او اوسنی سیاستونه ددریمی نړی یادوروسته پاته اودزیمونه ډک هیوادونودبی ګناه اوخواروخلکو،اولسونواو ملتونوپه وړاندی په ډېرواضح اوروښانه ډول سره لیدلای سو چې دغه ځواکمن اوښکیلاکګرهیوادونه   په څه ډول،په کومومیتودونو اوپه کوموتاکتیکونوسره غیرانسانی،ظالمانه اوجبارانه اعمال اوکړني دخپلواستراتیژیکـــومـــوخواوپلان سوی اهدافودپلی کولواودترسره کولو اودخپلوګټو،دتیلو

ګازواودانرژیو دلاسته راوړلودپاره څونی فجایعي  (ويني تويونی ،وژني ،بربادي او وراني )یې  رامنځته کړی او رامنځته کوي یې  .

موږعملآ دتلویزنونو اونورو ټولیزورسنیوله لاری موهم ولیدل اوهم ولوستل  چې دخپلواکو، آزادو اومستقیلو هیوادونو په زرګونی  شمیر بی ګناه انسانان ،خلک اواولسونه دیرغلګرواونیواکګرو په وحشیانه بریدونوکې دالوتکــو،تانکونواوتوپونوتربمبونو،مرمیواو

ګولیولاندی په عراق اوافغانستان کې دخپلو کورونواوداوسیدوپه ځایونوکښې څرنګه په وحشیانه ډول سره ترخښتواودیوالونولاندی په خپلووینوکې څنګه ولمبیدل اولمبیږی،ووژل سول او وژل کیږی ،شهیدان سول اوشهیدان کیږی اودغه  ډول ظالمانه اودتیری نه ډک یرغلونه هره ورځ دیرغلګروهیوادونو دتورتاریخ په پاڼوکښې انځوریږی اوثبتیږی چې ښه بیلګی یې  دانسانی حقونوتامینیدل  اوپرځای کول  دلته دمحکومو اوتربند لاندی بندیانو اومحبوسونو سره دغه ډول  چارچلندته  چې په دی  انځورونوکښې لیدل کیږی ښه نمونه ،اومثال یې دی چې دامپریالستی هیوادونو لخوا ددموکراسی اوټولنیز عدالت تامیندل اودبشری حقونواوددموکراتیکواصولو ،موازینواوپرنسپونو پيژندل په څه ډول اوپه څه شان دی ،مرحبا دی وی  دامپریالستی اوښکیلاکګروهیوادونوپردغسی کړنوباندی چې دوروسته پاته هیوادونودبیوزلواوجګړی ځپلواولسونو اوپرګنوپه وړاندی په ډېرظالمانه ،وحشیانه اوغیر انسانی ډول سره یې  ترسره کوي .

 

، که ددی امپریالستی اوښکیلاکګروهیوادونوترسره سوی کړنی چې دنړی په هرګوټ کې  یې  په نظامیګری اودوسلوپه زوریې ترسره کړی، نوددوی  دغه تورتاریخی کړنی په ښکاره توګه دا راته سل په سلوکښې څرګندوی چې دغه ددموکراسی اودانسانی حقونونارښتینی اودرواغجن پلویان دوي خپله څونی جنایتونه یې کړی اوهره ورځ څونی جنایتونه ترسره کوی ،اوهغه څه چې دوی يې ادعا کوی  هغه یې څوني نقض اوتر پښولاندی کړی دي  .

موږدیوشمیر نړیوالوسازمانونوګزارشونه اومستند خبری اوانځورونه دنړیوالورسنیواویوشمیر تلویزونونو له طریقه ولیدل چې یوازی دکیوبادګوانتنامو،دعراق دابوغریب اودافغانستان د بګرام په جیلونواوتوقیف ځایونوکښې  دیرغلګرواونیواکګروچارچلند داسیرانواوتربندلاندی دیوشمیر تورنوکسانوسره چې ترسره سویدی  تراندازه  زیات غیرانسانی اوغیربشری  اوددموکراسی اودموکراتیکواصولوپرضد دهر ډول حقوقی موازینواوپرنسپونوڅخه خلاف چارچلنداوکړني دی  . که لاندنی انځورونو ته یوځل ځیر سو  نوترسره سوی   کړنی به په رښتینی اوبربنډه توګه راته ښکاره اوجوته سی چې دا نیواکګر،استعمارګر اوښکیلاکګرهیوادونه په سرکې یې دامریکا متحده  ایالاتوامپریالیزم دمحکومواوجګړی ځپلوانسانانوپه وړاندی یې څونی په وحشت اولوټماری سره  غیر انسانی اوغیر بشری  اعمال اوکړني یې ترسره کړیدی اوترسره کوی یې .

داخولا پرځای  پریږدی په ډېر سپین سترګې په ښکاره اوپه بربنډه توګه سره دنورو هیوادونوپه سیاسی چاروکې مداخلی اولاسوهنی کړی دی اوکوی یې دیکتاتوری نظامونه یې  دکودتاودلاری  رامنځته کړی  ،حتی  دنړی دهرګوټ څخه دخلکوکشول په پتوځایونوکښې په بند اواسارت کې ددوی ساتل ،ترشکنجواووهلوټکهولو لاندی راوستل چې دغه مسایل ټول هغه منفی پدیدی دی  چې نړی یې  دډېروپرابلمونواوخطرناکوحوادثواوکړکیچونوسره مخامخ کړی  او خصوصآ ددریمی نړی یا وروسته پاته  هیوادو نه یې د ډېرسخت خطر ،ټکراوګواښ سره مخامخ کړی  اوستر تشنج یې په نړیواله کچه رامنځته کړی دی .چې یوهم دافغانستان دخوارو اومحکوموخلکودلازورونواوترټلودپاره په افغانستان کې د متحده ايالاتودامپریالیزم نیواکګر اوښکیلاکګر  میشته ځواکونوپه غیر انسانی  کړنو سره د ګوانتنامو د خليج د بنديخانې پرځاى د يوې سيمه ييزې ګوانتناموپه  ډول دبل یوی نوی   بنديخانی اومحبس   جوړه ول دی چې غواړی د كابل ښارشمال ته د بګرام په هوايي ډګر كې جوړ کړی چې ددی خبری په اوریدلوسره دافغانستان ټول شریف ،متدین ،مظلوم اومسلمان  خلک ددی نوي محبس د جوړولوله امله ډېر خوابدی اوپه غصه کړی دی  .

څومیاشتی مخکې يو امريكايي پوځي وياند ویوشمیر رسنیوته ویلی ووچې  :د ګوانتنامو د خليج د بنديانو د ځاى پر ځاى كولو دپاره د يوې نوې بنديخاني د جوړه ولو په اړونددیو  دا ډول محبس اودجیلخانی دجوړه ولوپلان  ترلاس لاندی  هيڅکله هم نسته  .       
مګربل امریکایی چارواکی د كابل شمال ته د بګرام په هوايي ډګر كې د ګډ غبرګون د(
۱۰۱) دسلویوی قطعې وياندې، ډګروال رومي نيلسن ګرين بیا دخبریالانودپوښتنوپه ځواب کې ويله وه : «بلی په بګرام کې جیلخانه اوبندیخانه جوړیږی،مګر دا هسې نه ده، چې دا به دوهمه ګوانتنامو وي . دا بيخي ناسمه ده».اوپه همدې توګه نيلسن ګرين دافغانستان او د امريكا د بشري حقونو د کمیسونونو هغه  ګزارشونه اورپوټونه چې دبګرام دمحبسونواوبندیانوپه هکله دامریکی دپوځونودچارچلند په اړه یې رپوټ ورکړی وو اوپه همدی ډول سره چې په دی جیلخانی کې دافغان بندیانوپه وړاندی بد چلندترسره سوی دی ،اود بګرام په اوسنۍ بندېخانې كې د نهو كلونو په عمردرلودلوسره كوچني هلکان ددوي په جیلخانه کښې په  بندکې   ساتل کیږي، ده  دغه تورونه یې ونه منل اوردیې كړل،.
هغې ويله وه: «دا بيخي ناسمه خبره ده. د بګرام په (بنديخانې) كې كوچنيان نه سته »
نيلسن ګرين وایی، چې په نوې بنديخانې كې به «په افغانستان كې د ازادۍ د تداوم د عملياتود لارې نه د دښمن څه ناڅه تر
۱۶ كالو پورته عمر لرونكي ناقانونه جنګيالي به وساتل شي»           .

guantanamo_1.jpg
دادهغه کمکیانوانځورونه دی چې دبګرام په جیل کښې شپی او ورځی سبا کوی اوامریکائیانو  

بی ګناه افغان ماشومان یې د بګرام په جیل کښې اچولي دی  اوپه دی اړه  د بشری د حقونو دسازمان داستازی   په وینا، نهه کلن  ماشومان امریکایی جیل ته لیږل شوي

د امریکایی پوځیانود خوا د لسو تنوڅخه زیات ماشومان چې د نهو کلنوڅخه تر ۱۳ کلنوپوری یی عمرونه    دی په څو وروستیو کلونو کې په جیل کې ساتل کیږي.

په دی ماشومانو باندی هیڅ ډول  تور ندی لګول شوي خودبند ډېر سخت شپی اوورځی لیری دخپلوکورنیواوخپلوانوڅخه  په  بی ګناهی کې  دبګرام په جیل کښې  تیره وی  .

 د افغانستان د بشر د حقونو داداری استازی خبری رسنیوته ویلي وو، دا امکان نلری چې ماشومان دی تروریستي یا امریکایي ضد فعالیتونه وکړي .

که په رښتیا سره ماشومان  په جرم اوجنایت لاس پوری  کوی  اووروسته ترپوښتنواوګړویژنومجرم اوګناهکارپيژندل کیږی  اوپه بند محکومیږی نو په دی صورت کې ماشون و یوی ځانګړی روزنیز ځای ته لیږل کیږی او په واقعی ډول سره باید د جزایی قانون دموادوپر بنسټ یواځی مجرمین جزا وویني، خو بدبختانه ایتلافي ځواکونه د دی قانون څخه سرغړونه کوي او غیرمجرم ماشومان  یې هم په جیل کښې اچولی دي .

دامریکا ددفاع وزارت پنتاګون بیاددی نوی ګوانتنامودجوړه ولوپه اړه دروان کال دمى د مياشتې په نيمايي كې اعلان وکړ چې د بګرام د مخ په ناوړه كېدونكي بنديخانې پرځاى  به يو بل نوی  جیل (محبس. )دبگرام دهوايي ډگر په(۴۰) څلویښت هكتاره ځمكه كې د(۶۰) دشپتومليونو امريكايي ډالرو په لګښت جوړ كړي  .                              
د نيويارك ټايمز د يو رپوټ له مخې په دی نوي محبس كې به تر (۱۱۰۰) یوزروسلوتنوپورې بنديان ساتل كېداى سی اوامریکایی نظامی چارواکی په دی هکله وایې چې ددی بندیخانی د ظرفيت د لوړه ولو اړتيا  د دې امله رامنځته كيږي، ترڅو د هېواد په سويل كې د طالبانو په وړاندې د مخ په زياتېدونكې خونړۍ جګړې دبنديانو د ساتلو دپاره ځاى پيدا شي.
ددې خبر په اورېدوسره  ډېر شمېرافغانان چې خپل هیواد اوخپل خلک اواولسونه  ورباندی ګران دی کلک یې په غصه کړی  او خپه سوي دی . د ډېرو خلكو په اند د بګرام بنديخانه د بند، شكنجې دافغانی غرور دماتولواودانسانانود سپكاوۍ يو انځور دى. .         
په
۲۰۰۲ كال كې دوه تنه بنديان د بګرام په بنديخانه كې مړه سول. چې يو يي دلاورنومیدی او وروسته بيا په پراخه توګه د «ټكسي دتيارې په لور » تر سرليك لاندې مستند خبري موضوع  هم ورنه جوړ سو .          
خدای بخښلی دلاورد طالبانو د ملاتړ په تور نيول شوى وو او دګزارشونواود رپوټونو پربنسټ په بند كې له دوو وروځو وروسته د وهلو،ټكهولو اوبدنی شکنجو دکبله ووژل سو.
د هغې  نه وروسته په سلګونونور بنديان د بګرام څخه د ګوانتامو د خليج بنديخانې ته ولیږل سول . دبګرام جیلخانه د كيوبا له بنديخانې نه ډېر ناوړه دى.   

يو څېړونكي، چې د بګرام له بنديخانی څخه يي د يو شمېر خوشې شوو بنديانو سره مركې كړي وو، هغه دیوشمیرژورنالستانودپوښتنوپه ځواب  کې ويلی وو، هغوى ادعا كوله، چې د لومړنيو پلټنو په ترڅ كې يي سپكاوى شوى، وهل سوی،  ټكهول سوي، لوڅ لغړ شوي او له زينو څخه غورځول سوي دي  .

Abu GhraibAbu Ghraib

حقيقت خودا دى، چې په افغانستان کې  تل د بنديانو سره غير انساني سلوک سوی دی .  په بل ډول ، د بنديانو مدني او انساني حقونو ته  هيڅکله هم پام  نه دی سوی .  د افغانستان زندانونه هیڅ وخت هم  د بنديانو د اصلاح کولو دپاره نه وو جوړسوی ، بلکې  بنديان هلته د  ځپلو او سپکاوي     په موخه ساتل کېدل، چې  دا مشکل يوازې د افغانستان  د  زندانونو نه بلکې په ټوله دريمه نړۍ او وروسته پاته هیوادونوکښې همدا وضع جاري ده .  هلته زندان ددې لپاره نه دى، چې  جنایتکاران اومجرمین دی په کښې کې  اصلاح سي، بلکې د دريمې نړۍ جلیونه
د شکنجې، کړاوونو، او عذاب ورکولو،ګواښونو اودروحیی اوبدنی  زورونو مرکزونه دي  .

مګر د بګرام د زندان ځانګړنتیا  په دې کې دی،چې  هلته افغان بنديان د امريکايي عسکرو تر ضربې لاندې دي،ټکهول کیږي  اوسپکاوى يې کیږي .دا په داسې حال کې دی،چې بګرام و کابل ته ډېر نږدې هم پروت دى .

بلخوا، په بگرام کې اکثره بنديان عادي غله او بد  کاره خلک نه دي، بلکې هغوى يا د جنگ په ميدان کې نيول شوي دي  او يا امريکايي عسکرو په زور او ظلم له خپلو کورونو او کليو څخه برمته کړي دي .  د هغوى لوى جرم دا دى،  چي  په  افغانستان کې  د امريکايي قواو اونظامیانو د شتون سره موافق نه دي، اوهمدارنګه یوشمیر یې  دخپل منځی قومي بديو او اختلافاتو دکبله دنوروخلکود ناسمه اوغلطوراپورونوپربنسټ د امريکايي عسکرو په  منگولو  کې را ايسار شوي دي. همدارنګه په خوست كې يې پر بنديانو باندی جنسي تېرى ترسره سویدی ،د  بټي كوټ څخه  وبګرام ته د يوې ښځۍ بيول، اود وژل شوو طالبانو جسدونه ته اور اچول ، د ابو غريب ګوانتنامو او دبګرام دزندانو كيسی اوداستانونه  خو ټوله نړۍ  یې هك پك كړی دی ، او د بشري حقونوپر دعوه ګير  رژيمونو باندې تو لعنت وايی ،اوپه نتیجه کښې دغه نیواکګر ځواکونه   دداهسې كړنو په كولو سره   د ځآن په وړاندې خلك  او اولسونه راپاروي .

كه دغه غیرانسانی کړنی چې دامریکایی نظامیانو،افسرانواوجنرالانو دخواپرنورو اولسونوترسره کیږی ،اود امريكا د حكومت غوښتنه نه وي نو ولې خپلو عسكرو،صاحب منصبانواونظامی چارواکو ته دسيمې د كلتوري او مذهبئ حساسيتونو په هكله نه ورته وایی اویاپه دی هکله  زده كړه نه وركوى، او يا د پېښې عاملين سم له لاسه نه مجازات کوي،دا خو هغه پېښې دي چې ددوى خپلو مطبوعاتو رسوا کړي  او خلك ورباندې خبردي ،خداى خبر چې دې ته ورته څومره نورجنايتونه به يې پټ  ساتلی  وي .

 په همدی ډول كه د كرزي  صاحب خبری اوخواستی  دامریکا  دهېواد پرچاوراکو باندی  نه منل کیږی  نوداڅه موده مخکی  یې ولی ددوی سره د اوږد مهاله استراتيژيكي همكاري اعلان  یې  وکړ، که دمحترم کرزی صاحب خبری پر دوی  تاثیر نلری  نو کرزی صاحب ته لازمه ده چې  ځان ددی مسؤولیتونوڅخه کوښه کړی  او يا دې  دی د داهسو پېښو د مخنيوي نه خپله عاجزي څرګنده كړي، چې ټول اولس پوه شي، چې   زموږ دولتی واک سته او یا که  نه نسته ؟ او  زموږ په هیواد اوپه دولت کښې هرڅه چې یرغلګره  قواوی  وغواړی هغه ترسره کولی  سی  ډېر دشرم اوتاسف ځای  دی  .

                د عراق په ابو ُغريب زندان کې چې د انسانيت د ذليلولوكومې شرمېدلې کارونه اوچاری    تر سره شوى  هغه نننۍ متمدنې اوپرمختللي نړۍ په خپلو سترګو یې ولیدل  ،پر زندانيانو  په داهسې حال كې چې جامې يې ورڅخه ايستلې دي ظلمونه اوشکنجه كيږي، هغوى يو پر  بل سربېره پرته له كالیو په زور غځول   سوي، په ځينو انځورونو كښې داهسې ښكاري چې د عراقي زنداني پر مخ باندې كڅوړه ور واچول شوې  او ښځينه امريكايې پوځيانې ورباندې ظلمونه كوي، په دغو انځورونو كې تر ټو لو زيات هيبت ناك  تصوير د يوې امريكايې ښځينه پوځي دى  .

چې د يو عراقي زنداني پرغاړه كې رسۍ اچوي او پرځمكه يې لوڅ راكشوی   .

 

تصویر:AbuGhraibDogs03.jpg

اویوه بله امریکایی سربازه په داهسی حال کې لیدل کیږی  چې دچړی په وسیله دیوعراقی بندی پښه ورڅیری اودامخامخ کمری ته خاندی   ؟؟
په يوبل انځور كښې همدغه  ښځينه امريكايي پوځۍ د لوڅو عراقي بنديانو تر شا ولاړه ده او د دوو ګوتو په اوچتولو سره دبرياو نښه جوړوي او  خپله كاميابي خلكو ته ښيي. بل ځاى همدا ښځينه پوځۍ د هغه عراقي ترڅنګ ولاړه ده  چې د دوى د زيات ظلم څخه مړ شوى دى، او د دې خونكارې امريكايي ميرمينې څېره له خوشحالۍ څخه سرۀ او سپينه كيږي ،دادی دامپریالسټانو،نظامیګرو اوزبرځواکوهیوادونو انسانی حقوق ،عدالت اووانسانانوته آزادی اودموکراسی  ؟؟  .

همدارنګه د يو څه  موده مخكې خبر دى چې يوازې د عراق په يو ښار كښې د يوې  هفتې په اوږدو كښې امريكايي یرغلګرځواكونو تر  څلورسوه دیرش (۴۳۰) تنه زيات انسانان له منځه يوړل اوشهیدان یې کړل د بصرې په ښار كې دوه سوه لس (۲۱۰) تنه بی ګناه عراقیان  له منځه ولاړل اود  شپږسوو (۶۰۰) تنونه زيات ټپيان سول ايتلافي ځواكونو د بغداد ښار په بمباردولو سره  (۴۱۰)څلورسوه لس كسان یې د منځه يوړل.... داهسې يوه ورځ به نه وي چې په عراق اوګران افغانستان كې په لس هاوو انسانان د امريكايانو د ظلم ښكار نه شي، همدا وجه ده چې تر اوسه په عراق كې د امريكايي وحشت دښكار شويو افرادو شمېره  تر یومیلیون ورواوښتى د دوومیلیونه او اوه اویا( ٧٧۰۰۰ ۲۰)زره زيات كسان بې كوره شوي دي، له شل( ۲۰)لكه زيات كسان له زيات شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان دي او له دری( ٣ )لكو زيات كسان د څښلو د پاکو اوبو له نشتوالی  سره مخ دي، اوپه  زرهاو كسان ګاونډيو هېوادونو ته هجرت كولو ته مجبور سوي دي. پدې مانا چې دغه ټوله اته ميليونه وګړي  دی چې
دهغه امريكايانو دظلم او وحشت له امله چې دوی يې د صدام حسين د ظلم اواستبدادڅخه  ژغورل ،نن د ژوند د لومړنيو اسانتياوو څخه بې برخې دي . ایاد ګوانتنامو انځور نننی   متمدنې او پرمختللي نړۍ په خپلو سترګو ليدلى دى ؟؟ نوولی په دی هکله  چوپه خولی دی  ؟؟.

ددی مسلی په هکله یوازی د امريکی د نيويارک ټايمز ورځپاڼی دتیر کال  دسمبر په نولسمه نيټه ولیکل  چې په کيوبا کې د ګوانتنامو په نامه د امريکی د سمندری ځواکونو په اډه کې اتو بنديانو ويلی دی چه د ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٤ کال پوری، امريکی په افغانستان کی يو پټ زندان جوړ کړی دی     ۰
همدارنګه په افغانستان کې د امريکايی ځواکونو وياند د نيويارک ټايمز ورځپاڼی د خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کې د دغی مسئلې په باب هېڅ تبصره و نه کړه. خو د افغانستان د استخباراتو ارګان د منځنيو او ټيټو رتبو مامورينو په خبره ، اوس په افغانستان کې د امريکی څو پټ زندانونه هم شته ، خو لوړ ربته مامورين دوی منع کوی چې په دې هکله څه ووایي .

د ګوانتنامو په زندان کې بنديانو ويلی چې په افغانستان کې د امريکی يو پټ زندان شته د خبرونو له مخې د كيوبا له ګوانتنامو نه درې تنه بنديان کله چې كابل ته را ورسېدل، وی ویل  چې د دغو بنديانو له جملی نه يو هم پنخه اتیا  (۸۵)كلن او بل یې د (۱۰۰)سلو كلونو نه اوښتى  وو.

دوى دافغانستان د ولس مشر سره هم ليده كاته كړي وه ،او ښاغلي كرزي هر يوه ته پنځه ويشت زره افغانۍ ..... ... مرسته وکړچې دغه  افغانی هغه وخت دپنخه سوو(۵۰۰) ډالرو سره برابر وو، تر خپلو كليو پورې د لارې لګښت یې وركړى وو. اود ولس مشر وياند" د دوى له خولې" ويلی وو چې بنديان له ګوانتنامو څخه له ښو خاطرو سره راګرځېدلي او ښې غوړې غوړوپې يې نوش جان كړې، چې د هغې له امله ښه چاغ او وزن يې خورا ډېر ښه شوى دى، دا لا نورملنډی دی  .

که انسان واقعآ د ګوانتنامو اوسپنیزقفسونه او پنجرې انځورونه یې، په سترګو د تلويزون پر پرده باندی اوډول ډول  تصويرونه اوګزارشونه یې  ليدلې وي د هغوى زړونو ته به په ګرانه د دغو بنديانو د ښو خاطرو او چاغښت خبره ورولوېږي. د همدې ځايه ده چې  هرومرو ووایو تاریخی واقعیتونه څرنکه کتمان ایږی  .      
دانسانی حقونودنړیوال سازمان دګزارش پربنسټ چې لیکلی  یې دی داهسی وایی: «ساتونكو بنديانو ته ويلي سوی وو، « تاسو اوس په افغانستان كې نه ياستي ،څه چې زموږ زړه وغواړي هغه پرتاسو باندې همدلته عملی اوترسره كوو  يي »           ،دانسانی حقونونړیوال سازمان استازی په خپل ګزارش کې وایی ټول مركه شوي بنديان په پاي كې په کوم جرم محکوم نشول .           
په همدی ډول د سره صليب نړيوالې کمیټه هم په دی هکله (په بګرام کې دبندیانوپه وړاندی دامریکایی ځواکونودچار چلندپه موردکې ) ډېری  ګوته ونيونی یې کړی دی اوتل یې ټينګار کړی ،چې ولې د افغانستان د بشري حقونو وكميسون ته د بنديانو سره د ليدنې اجازه نه وركول كيږي . 
د سږکال دجون د مياشتې په دوهمه  نیټه د افغانستان د بشري حقونو كميسون يو ګزارش اورپوټ خپور كړ او په دی ګزارش كښې يي ادعا وكړه، چې د نهو او ديارلسو كلونو په عمراوسن سال سره لس تنه افغان كوچنيان په بګرام كې بنديان دي         .
اوهمدارنګه امريكایی چارواکود ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو كميسون ته د متحده ايالاتو د حكومت د
۲۰۰۸ كال د مى د مياشتې په يو رپوټ كې دایې  منلې چې دلږوعمرلرونکی تنكي ځوانان په بګرام كې بنديان دي .               
خو د متحده ايالاتو ښکیلاکګراونیواکګرځواکونه په پرله پسې توګه د دې رښتینی اوواقعی غیروکړنی اوغیرانسانی اعمالو،کړنواوچارو څخه یې انكارکړی نه یې منی اوانکار  كوي.
په بگرام کې دمحبس دجوړېدلوپه برخه کې دافغانستان د عدليي چارودوزارت په ګډون څه ناڅه غبرګونونه رامنځته كړې دي  .          

     که څه هم دا کړنه اوعمل د افغانستان د قوانينو له مخې ځمكه چاته نه شي وركول كېدى. هيڅ هېواد دلته دجیلخانی  د جوړولو حق نه لري. يو کس (افغان) مجرم هم بهرنيانو ته په لاس كې نه سي وركول كېداى ، د بګرام دا محبس نه يوازې دافغانستان د اساسي قانون څخه سرغړونه دي، بلكې د موجوده حكومت قانوني واک اواقتدار هم تر پوښتنې لاندې راوستي دی  .          ‍
        د افغانستان ددولت چارواکوهم  په دی موضوع باندې د تبصرې كولو څخه ډډه كړیدی .
خبری رسنیی اومطبوعات هم په دی هکله غوږونه کاڼه اچولی  دی خولی هم تړلی دی په دی هکله یوازی د ارادې ورځپاڼې  په دی ډول لیکلی دی :دا زندان د افغانستان او متحده ايالاتو تر منځ به يو لوى خنډ رامنځته كړي .  

د ارادې ورځپاڼې لیکلی  : «حكومت به دا په رسمي ډول ونه وايي . خو دا موضوع د افغانستان او د امريكا د متحده ايالاتو د لوړ پوړو چارواكو تر منځ راپورته شوې دی . دې موضوع ددې دواړو هېوادونو ترمنځ د بې باوری فضا رامنځته كړې ده  . »     

ارده لیکلی : دا زندان به په عمومي توګه د بهرنيانو او په ځانګړې توګه د امريكا د موجوديت په وړاندې دغه رامنځته سوی خوابدتیا او خپګان به لانورهم پسې ژور كړي. اودا كار
به يو منفي ټولنيز او رواني اغېز ولري. له يوې خوا دا كار به د افغانانو او حكومت ترمنځ خړې پړې اړيكې لاپسې خرابې كړي. له بلې خوا به مخالفينو ته وسله په لاس كې وركړي، چې خلكو ته به ووايي، هو كې، ستاسو مقاومت عادلانه دى. امريكاد تل دپاره دلته پاتې دی . افغان دولت يو ګوډاګى حكومت دى،كركه او نفرت به لا پسې زور واخلي، چې (اوس) د زياتېدو په حال كې دي .»        

په همدی ډول د افغانستان د بشري حقونو دكميسون مشرتابه هم وایی ، چې په بګرام کې دنوى جیلخانی اودمحبس  جوړول دبشري حقونو سره مقابله كول دي. د افغان  بنديانو ليدلو ته د افغانستان د بشري حقونو د کارکوونکواواستازو نه پرېښودلو بې باوري لا پسې زياته كړې ده .د بګرام څخه د راخوشې شوو بنديانو حالت اندېښنه لا پسې زياته كړې ده.اوموږ ډاډمن يو چې په دې نوې ګوانتنامو كې به موږ دتيروخت  په څېر د بنديانو حالت ونه شو څارلاى. د بګرام څخه د راخوشې شوو په سلو كې (۹۰) نوي فیصده  بنديان رواني ستونزې لري. يو څو تنو يي د بدن غړي له لاسه وركړي. موږ نه يوازې دا بنديخانه، بلكې د افغانستان په ټولو ځايونو كې بنديخانې او د امريكايانو په لاس جوړ شوي  توقف ځايونه غندو.

دې موضوع په افغانستان كې د امريكا د فعاليتونو په اړوند له غصې ډك خپګان اوخوابدتیا یې رابرسېره كړي دي  .               
د نوي محبس د جوړولو په اړه عام غبرګون هم منفي دى .خلک وایی روسان هم په افغانستان كې و، خو شخصي زندانونه يي نه لرل. هغوى كوچنيان نه بنديانول او له بنديانو سره يي دا راز نا رواچلند نه كاوه، چې امريكايان يي ورسره كوي. هغوى د افغانانو د مدني او اسلامي حقونو درناوى كول  .        دا راز احساسات ډېر زيات په افغانستان كې غوږونو ته رسيږي .

زما په اندهرومرو ضروری اواړین به وی چې  دهرشخص دهرواکداردهرهیواد دځواکمنانوپرغیر انسانی اوغیر بشری کړنی دی  په تاريخي  لحاظ دی څیړنی وسوی ،او محترم تاریخی لیکوونکی دحق اوعدالت رښتینی  پلویان  اوهغه کسان چې په خپل ټولنه کښې وټولنیزمسؤولیتونو ته درناوی لری  اوخپله انسانی دنده یې بولی نودغه ډول حقيقتونه اوریالستټیک تاریخی واقعیتونه  یوپه بل پسی راڅرګنده او رابربنډه یې کړی  اوخپل ایمانی اووجدانی ټولنیز اواولسی  مسؤولیتونه اوستری دندی  دخپلومحکومواوتر ظلم اوستم لاندی  شریفواومتدینو خلکوپه وړاندی  په زړه ورتوب اومیړانی سره په عملی توګه سپارل سوی ټولنیز اوهیوادنی وظایف   بیان  کړی ،وی لیکلی او ترسره کړی  .                                                                                                             

                      ماخذ‌ونه : دانټرنیټ دفارسی منابع څخه

-         دنیویارک تایمزدورځپاڼې  د فارسی  ژباړی نه

-         دبشری حقونودنړیوال سازمان دګزارش اورپوټ فارسی  ژباړی نه

-         دافغانستان دبشری حقونودکیمسون دګزارش اورپوټ فارسی  ژباړی نه

-         دارادی  دورځپاڼي نه

اخیستلی سوی مطالب ددی لیکنی په  ملتیاددرنولوستونکو ولوستولوته وړاندی سو.

                                                                                                                             په درنښت

****************

 

افغانستان اودستراحمدشاه پنځه ويشت كلن سلطنت

                      عزيزاحمد خوارمل

16.06.08                      

(توره ،ميړانه، سرښنډنه ،زړورتوب ، استقلال،آزادی،واکداری،امپراطوری اولوی افغانستان)

داليکنه دافغانستان دنامتواوپياوړيو ملی شخصيتونوديادونی په وياړد(سترخوشحال بابا ،عبدالرحمان بابا،احمدشاه بابا اواميرامان الله خان غازی ) اوددوي ودښمنانوته يې وړاندی کوم ، کوم چې يوشمير معلوم الحاله محدودکسان دی چې پدی وروستيوشپواوورځوکښې دانټرنيټی ويب سايټونو او دپالټاک ((  PAL TLAK  ))دانټرنيټی پروګرام  له طريقه په بيځايه ،غيرانسانی اوپه نامعقولواوبی بنسټه ليکنو،تبليغاتواو چرندياتويې لاس پوری  کړيدی ،نو ما هم دهغه هيوادنی احساس پربنسټ مې دغه ليکنه اړين اوضروری وبلل  ترڅوودی بي مسؤوليته دتاريخ نه  ناخبره کسانوته  يوغاښ ماتونکی ځواب  وي.اودغه کرغيړنی څيری هرومرو  هير يې نګړی چې ددی ټاټوبی داصيلو بچيانوپه وړاندی ډېردرانه دندی اومسؤوليتو پراته  دی چې يوهم دخپلومشرانواوددوي  دوياړونه  چې دافغاني ټولنی وهر باشرفه انسان ته يوستراولوی ملی ميراث دی په زړه ورتوپ اوميړانه سره بيا هم هراصيل بچي يې  په ځان تيريدنی اوسرښندونی سره ورنه دفاع اوساتنه کوی نه کم اصل انسان يې ځکه زموږ پخوانی خلکو،مشرانواونيکونوويلی دي چې اصل خطا نه لری،کم اصل وفا  نه لری ،نوستر خوشحال بابا وايی :

لاتراوسه يې ماغزه په قرار نه دی  *** چا چې زما سره وهلی سرپه سنګ دی

اوبيا په بل ځای کې داهيسی وايی:

ټيټ مې مه بوله غورځنګ راباندی مه کړه  *** زه په دی آفتاده ګی لوی ګړنګ يم

اوهمدارنګه ستر رحمان بابا وايی :

که څوک تله دانصاف په لاس کې درکړی *** خپل ټوټواودبل آس به برابر کړی

که دی خپله ګناه لوی لکه غـــــــر وی   ***  په آهسته آهسته به غر دمچ وزرکړی

ډېروګرانولوستوونکو:پيښ ليک يا تاريخ تل دبرم اوپرتمين ژوندانه پرلوری دانسانی ټولنودسړواوتودوهڅواوزيار ايستلوزيږدنه پايله ده.

په هره ټولنه کښې انسانی پرګني دژوندانه په بهير کې دپيښ ليک (تاريخ) دخوځنده ځواک په توګه ځان څرګندوی اوخپلی تجربي،پوهه اوبرياوی له خپلوټکرونو،تيروتنواوماتيوسره دهمدی  پيښ ليک (تاريخ) دلاری  وخپلوراتلوونکونسلونوته دډېروارزښتمنوکړونواونښوپه ډول يادګارپريږدی چې دغه ستر پاته سوی ميراث  په سمه توګه دراتلوونکی ژوندانه په ټاکلوکې ګټه ځينی واخلی ، پيښ ليک (تاريخ)  دټولنيزپرمختګ دپرمختللودبهير هنداره هم ګڼلای سو.

که دسترافغان ملت دټولوپتمنومليتونودميړنيواولسونودتورو،سرښنډونواودبرياليتوبونو پيښ ليک (تاريخ) ته ځير سواويوځل بيا دخپلوپلرونو،نيکونوووياړونو،ومبارزی اووسرښنډونوته په ژوره توګه پام ور واړه وواوديوافغان انسان اودخپل هيواد ديواصلی اوسيدونکی په ډول توجووکړو نودا راته څرګنديږی چې زموږ د ګران هيوادغيرتمن،زړه ور اوتورزن اولسونه تل  دژوندانه په بيلابيلوټولنيز،سياسي،اقتصادی اوفرهنګی اودنورو...چاروپه ډګرونوکې دسيالانوسره ډيرپه کلک اومتين هوډسره سيال وواوپه ستردريځ سره ويلی سم چې همداسی سيال به وي اوسيال به پاته سي ،نودا په پربڼده اوښکاره توګه سره ويلی سوچې زموږ دملی پيښ ليک (ملی تاريخ) پرهسک داهيسی ګڼ شمير ځلانده ستوری ځليږی لکه داپورتنی مشران اوډېر شميرنوريې چې مايې نومان ندی ليکلی دګران هيواد د پيښ ليک (تاريخ) په زرينوپاڼوکښې  ليکل سوی دی  هريو يې  په خپل وارسره دتورتمونواودتياريوزړه يې ور څيرلی  اودستر افغان اولس (ټولوورونومليتونو)په ملتيايې دسياسي ژوندانه لاره يې دورکيدوڅخه ژغورلی دی.

 خوپه دغه لار کې باتور،تورزن،هوډمن ،پتمن ،غيرتمن  اودافغانانودسترواولسونولوی بابا خدای بخښلی ښاغلی احمدشاه ابدالی وو چې زموږدتاريخی اوسرلوړی هيواددبرم اووياړ هغه روښانه اوځلانده لمر دی چې په خپل زرينووړانګوسره يې دسترافغان اولس زړونه يې تازه ،غښتلی اوتاوده کړی،.احمدشاه بابا ددی تاريخی ټاټوبی داصلی اوسيدونکوهغه سترملی مشراوبين المللی څيره ده چې دده دشخصيت اومشرتابه دری عمده اصلونه لکه ((پوهه،مينه،اوبلهاری)) يې دسياسی ژوندانه ستری ځانګرتياوی  وي ،ځکه احمدشاه بابا ته  خپل سرسپارلی اولس ډېرګران وو اوهغه وخپل اولس ته دمعنوی پلار غونډی ښکاريده اودزړه دکومی يې دده درناوی کاوه اوهمدا اوس هم دهيواد اصيل بچيان ،شريف اوغيرتمن اوسيدونکی يې په ډېره مينه اودرنښت سره درناوی کوی اودهيواد دخلکوستربابا دملی يووالی او دملی تړون سمبول بولی ،ملی اتل يې ګڼی او ستر غازی ،نامتواوپياوړی افغان يې پيژنی.داحمدشاه بابا په هکله  کورنيو اوبهرنيو پيښ ليک ليکوونکی،تاريخ ليکوونکی پوهانوڅيړونکواومحقيقنوډېرشمير کتابونه يې ليکلی دی ،چی هريويې پرخپل ځای ځانګري ارزښت لری . په همدی ډول دپيښ ليک ليکوونکو(تاريخ ليکوونکو) له خولی اودپاته سوی قلمی اثاروپر بنسټ باندی لکه دهندوستان  پياوړی  تاريخ ليکوونکی داکتر ګنداسنګ داهيسی ليکلی اوويلی يې دی (( دډېروزيارګاللوپه نتيجه کښې داحمدشاه ابدالی تاريخ دومره دتاريخ دمينه والو پام وراړولی چې دحقيقت په پلوشوکې داحمدشاه دشخصيت ټول بعدونه ،افغانيت ،پتمنی،زړه ورتيا،توره،علم ،عدالت  او،.....نور په سمه توګه ليدلای سی .))،ميرغلام محمد غبار په خپل کتاب افغانستان درمسيرتاريخ کې داهيسی ليکلی دی :((احمدشاه زړه ور،مهربانه سړی  اودستری  عاطفی خاوندووپرخوارو،بی واکو،اوکمزوروخلکوباندی يې زړه سوي کاوه  سرغړونکی يې بخښل اودځواکمنوظالمانوکلک اوبی ډاره دښمن وو.پرمذهبی اودينی مسايلوپلويتوب سربيره يې دملی مسايلوپلويتوب يې دکړنوپه سرليک کې قرار درلودسره ددی چې په ملت کې وخلکوته ډېرورنيږدی وو او لکه دپلار په شان ددوی سره خواخوږی وو،خووبهيرنيودښمنانواوظالمانوته جګړه کوونکی او پرغزګرځواک ښکاريدی ،احمدشاه  ميړه اوحقوق پوه سړی وو،دهيچا دښيګڼي غبرګون يې نه هيراوه ،ډار،لويې اووږه سترګې يې نه کوله ،داحمدشاه تګ لاره ټينګه ،هوډمنه اونه ماتيدونکی وه ،دژوندانه په بيلابيلوپړاونوکې يې ټيټوالی ،لوړوالی ،بند،خپلواکی ،کشرتوب اومشرتوب يې وليدل،دسترافغان ملت پيښليک پوهانو(تاريخ پوهانو)احمدشاه ستايلی دی اوددی ټاټوبی اصيل بچيان (ټول افغانان ) احمد شاه داوليا الله دډلی ګڼلی اوددغه پاچا دښواخلاقو ښکارندويي کوی اودده   دسترو مانيزواووياړونوڅخه شميرل کيږی .))((مولف اوويونکی  غلام محمد غبار))

احمدشاه بابا زموږ په تاريخ کې داوسنی افغانستان بنسټ ايښودونکی اودافغانستان دخلکو دبرم ،پرتم اوديو ګډ هيواد اوديو اولسواک دولت جوړونکی په توګه وهر با شرفه ،با عزته ،با وقهاره اوبانوموسه افغان ته لوړ مقام لری٠هغه دزمان خان زوي دی چې په ابداليانو پورې تړلی دی مور يې بی بی زرغونه نوميده دهغه پلار دده دزيږيدو د کال ، مخکې دده نه  چې دی وزيږيدی مړ شو .

يوشميرتاريخ ليکوونکو اوليکوالودپښتنودنسب اوشجري پوهني په اړه ليکی ،اوداحمدشاه بابا دنسب اوشجري په هکله وايی : هغه دزمان زوي،ددولت زوي دسرمست زوي ،دشيرخان زوي،دخواجه خضر زوي، دسدوزوي ،دعمروزوي ،دمعروف زوي،دبهول زوي،دکاڼي زوي، دبامي  زوي ،دحبيب زوي ،دپويب زوي ،دزيرک زوي، دعيسی زوي،دابدال زوي، دترين زوي ، دښرخبون زوي ،دسړبن زوي، دقيس عبدالرشید زوي دی ،چې دا وروستي«قیس عبدالرشيد»،دحضرت محمد(ص)  هم مهالی بولي چې په حجازکې يې داسلام دین ومانه اودا اوسنی میليونونه پښتانه يې له کهوله دي اوپه همدی ډول قیس عبدالرشيد،پلارپرپلارشميری اوپرشپږديرشم (۳۶)  پلارهغه ملک ساول ته رسوي اوپه  دی هکله د«خورشیدجهان»تاريخ دشيرمحمدخان ګندا پوری ليکنه «۱۸۹۴»م کال دلاهورچاپ کتلی شی .

احمد په   (   ١٧٢٢ ميلادی )  کال کښې په هرات کې وزيږيده ٠ خوکله چې داحمد دپلار سيال محمدخان دهرات دحکمران په توګه مقررشو موريې دې ته اړ شوه چې فراه ته کډه وکړی اوروسته قندهار ته کډه سوه اوهلته دشاه حسين هوتکی له خوا بنديان سول ٠ کله چې په (  ١٧٣٨)  کال کی نادرافشارقندهار ونيوداکورنۍ يې مازندران ته تبعيد کړ،ذوالفقار داحمد مشر ورور يې مسموم اووواژه ٠ پدې وخت کې چې احمد خان شل کلن وه نادرافشار هغه پخپل لښکر کې دافسر په توګه مقررکړ اوکله يې چې دهغه نظامی لياقت اوپوهه يې  وليد هغه ته يې دافغان  ابداليو اوازبکو جنګياليو قوماندانی ورکړ ٠

کله چې نادرافشار دهغه دګارد دقوماندان له خوا ووژل شو اوپه لښکرکې يې ګډوډی راغله نورمحمد خان اواحمدخان  دافغان  جنګياليو په مرسته يې چاته اجازه ورنکړ چې دنادر پر حرم اوپرکورنۍ باندی تيری و شی چې ددې غوره کارله امله احمدخان  په خپلوخلکو کې ډېر داتوريتی او دکريډت خاوندوګرځيدی  ٠ اوپدې وخت کې نورمحمد خان چې د( مير افغان په نامه مشهوروو )    داحمدخان سره يو ځای دخپلو عسکرو سره ګډ دقندهار په لوروخوځيدل اوهلته يې دابداليو،ازبکو ،تاجکو،بلوڅو ،غلجيو اوهزاره ګانو دمشرانو اوخانانو په ګډون د(  شير سرخ په مزار) کې جرګه جوړه کړه   ترڅو يوداسې مشروټاکی چې هيواد دپرديو داسارت اوملوک الطوايفۍ نه خلاص کړی اوديو خپلواک هيواد بنسټ کښيږدی جرګې نهه (۹) ورځې دوام وکړ خوپدې ونه توانيده چې څوک وټاکی ځکه هر خان او هرمشر غوښتل چې هغه ددې هيواد دلارښود ځای ونيسی يوازی په جرګه کې ځوان احمدخان څه نه ويل اودپادشاهۍ خوبونه يې نه ليدل، بالاخره جرګه په دې سلا شو چې يو روحانی اوصوفی چې دقندهار په هيڅ کوم  قوم اوټبر پورې يې اړه يې نه درلود اوهلته ديره وو ، جرګی ودی سړی ته يې  داصلاحيت ورکړی چې هر څوک هغه تائيد کړی او و يې ټاکی  ټول به هغه دهيواددمشر په صفت منی اوبيعت به ورکوی صابر شاه کابلی دغنمو يو وږی دځوان احمدخان پر خولۍ يې وټومبل اوپه دې توګه دجرګی ټولو  ګډون کوونکی ځوان احمدخان يې دخپل مشر په توګه وټاکل ٠احمد خان چې دهيواددمشر تابه مسئووليت يې ترلاسه کړ دميرويس هوتکی دهغې طرحې دپلې کولو په خاطر يې مټې راونغښتې کوم چې ديوخپلواک اوغښتلی هيواد زيری يې ورکاوه چې داکار يې دڅلورو کالو په موده کښې يې په بری سره ترسره کړاوهيواد يې دخپلو طبيعی پولو خاوند کړ٠هغه نه يوازې ترلاسه تللې خاوره يې بير ته ترلاسه کړ بلکی  هندوستان اوايران ته يې هم دواک ساحه پراخه کړل  ٠ ابدالی احمدخان لس پوځی سفرونه یې وکړچې هيڅکله هم دجګړې دډګر څخه ندی تښتيدلی او ډير مشهوره جګړه يې دپاني پټ جګړه ده ٠ هغه نه يوازې يو مبارز ،وتلی قوماندان،ددولت مشر وو بلکی يو شاعر اواديب هم وو دده داشعارو ديوان په ( ١٣١٩ )  لمريز هجری کال کې د مرحوم عبدالحی حبيبی له خوا چاپ سو چې دوه زره(  ٢٥٠٠   )   بيتونه لری چی شعرونه يې تصوفی ، حماسی ، عشقی اواخلاقی دی اواکثرا يې غزل ،رباعی ،قطعه ، مخمس او مربع  ويلی  دی ٠دده دوخت دولتی نشان (  دوه څوکې توره، دغنمو وږی  ،ستوری  ) وو داحمدشاه ابدالی په مهر کې چې طاووسی شکل يې درلودداهيسی يوه جمله ليکل سوی وو (( الحکم اله يا فتاح احمد شاه دران )) ٠ احمدشاه په سياست کې داسلامی ورورګلوۍ، نرمۍ او دوستۍ )) تګ لاره لرله دهمدې زرينواصولو پر بنسټ يې هيڅکله پخپل مسلمان ورور توره نه ايستله ، که کوم والی يا حکمران بغاوت کاوه دهغې دټکولو وروسته يې بيا هم هغه عفوه کاوه اوپه پخوانۍ دنده يې مقررراوه ، دهند دمسلمانانو په غوښتنه يې پر هندوستان يې يرغل وکړ تر څو  هغوی دنورودظلم اونارواوو څخه وژغوری اوهغوی وکولای سی هلته بيا دبابرو واکمنی ټينګه کړی چې له بده مرغه هغوی داکار تر سره نشوای کړای ٠  هغه کوم کار چې دسولې له لارې کيده دزور کارولو ته يې لاس نه اچولو ٠

احمدشاه بابا ديوه سپيڅلی مسلمان او رښتينی افغان په څير ددې هيواد اوسيدونکی خپل وروڼه ګڼل اوپه دولتی چارو کې يې هغوی ته دهغوی دلياقت اووفادارۍ پر بنسټ برابره ونډه ورکوله ، دخلکو سره يې ښه چلند درلود او هيڅکله يې تاج  نه پر سر کول ددې خصوصيتونو له کبله خلکو هغه ته پلار اوغازی ويل اووروسته له مرګه يې دبابا لقب ورکړ ٠ احمدشاه بابا په افغانستان کې اداری ، لښکری ، مالی اومدنی جوړښتونه منځته راوړل ،وزيران يې وټاکل ،منظم پوځ يې جوړ کړ چې ديو لکو په شاه اوخواکې چی پلی ، سواره اوتوپچی ټولګی يې درلودل٠ هغه داسې پاچا وو چې دهيواد په جنوبی سيمو کې بيله دې چې څوک مقاومت وکړی هغه يې دمشر په توګه ومانه اودخيبر ددرې څخه بيله کومې ستونزې تير شو چې دا يوه بي ساری پيښه په تاريخ کې ثبت شويدی٠ هغه دقندهار دښار ، تاشقرغان .حيدرآباد اودکابل دپخوانی ديوال بيا جوړونه پيل کړ دباروتو ، وسلو اومسکوکاتو صنعت يې په پښو ودراوه ٠

اخمدشاه بابا د١٧٧٢ کال دجون په مياشت کې دپنځوسو کلنو په عمر دقندهار په ښار کې مړ سو اودقندهار په ښار کې خاورو ته وسپارل سو احمدشاه باباد اتو «۸»زامنوپلار وو اودزامنو نومان يې په لاندی ډول وو (  سليمان ، تيمور ،شهاب ،سنجر ،يزدان بخش ، سکندر ، داراب ، پرويز ) احمدشاه  خپل دوهم زوی تيمور يې چې هغه يې دسليمان په پرتله غوره او هوشيار ګاڼه ددود او دستور خلاف دوليعهد په توګه نومولی وه چې دده  وروسته پاچا شو داحمدشاه باباد پاچاهۍ ، واک اوقدرت چينه پخپله دافغانستان خاوره اودافغانستان خلک وو ځکه نو که دپانی پټ دفتحې اودډهلی له نيولو سره يې دخپلی پاچاهۍ اوقدرت مرکز پری ايښی وای ،خپل انسانی ،فکری اواداری قواوې يې دهند په ارت هيواد کې ځای پر ځای کړې وای ممکنه وه چې دده هيواد افغانستان دپاچاهۍ دمرکزيت له نعمته بې برخې پاتې سوی وای اودده کهول به هم دهغو نورو هندی شويو افغانی کهولونو په برخليک اخته سوی وای چې بيخې له منځه تللی دی٠ دده دادرايت ،مينه اوميړانه وو چې خپل هيواديې د ادارې سياسی مرکز وګرځا وه اونن دی ددې هيواد داوسيدونکو په زړونو کې ځای لری اودتل لپاره به دده نوم په وياړ سره اخلی اودرناوی به يې کوی .

يوشمير مطالب اخيستل سويدی :

-دغلام محمد غبارافغانستان درمسير تاريخ

-احمدشاهی تاريخ

 

که راتلوونکی دولت ،يوغښتلی مرکزی دموکراتيک اوملی دولت  وي ؟ ،نوزموږ ګران هيوادافغانستان داوسنی کړکيچ څخه ژغوريدلای سی،اوبله لاره ددی وضعی دليری کولو اودمنځه وړلودپاره نسته !

             دعزيزاحمد خوارمل ليکنه

                         09.06.08

زياتره تر دريوولسيزودي چې  زموږ دګران هيواد افغانستان شريف ،متدين ،زړه ور،مظلوم اولس ديوی ټپل سوی غير عادلانه اوويجاړونکی جګړی  په اور کې سوزی چې ددی څولسيزودورانکی جنګ جګړو په نتيجه کښې  تريوميليون زيات افغانان شهيدان سول اوپه سل هاوزره يې معيوب او  په زرهاونوريې په خپل پلرنی ټاټوبی (ګران هيواد)په دننه کی آواره اولالهانده او په ميليونونه نوريې دهيواد وپريښيدولوته اړ اومجبوره سول  اواکثريت برخه ددی کډوالو په پردی هيوادونوکښې په ډيره بده وضعه،بی وزلی  اوغربت کې دهجرت اوکډوالی ژوند په ډيرغيرانسانی  حالت کې تيره وي ، او دهيوادپه دننه کې پاته  نورزموږغيرتمن ،پتمن اوباتورهيوادوال  اوجګړی ځپلی اولسونه  دجګړه ماروګروپونو، بانډونو، جنګسالارانواوقومندان سالارانو،ظالموواکدارانودخوا ديرغمل سوی کسانوپه ډول دهغوی دمريانواوغلامانو په شان دهيڅ ډول انسانی اوبشری حقوقو اوامتيازاتوڅخه برخورداره ندی اودژوند شپی او ورځی  دلوږی ،دبی کوری ،دبی دوای  اونوروډيروستونزو،مشکلاتواوپرابلمونوسره تيره وی اوسبا کوی ،دافغانستان خوار مظلوم اوجګړی ځپلی خلک دلوږی نه مری دخوړلواودخوارکی موادواودشيانوله نشتوالی په بدل کې واښه خوری  اواوس دوښودخوړلوڅخه  په ډېروبدوناروغيو اخته سوی دی ،دسرپل دکوهستاناتودولسوالی يوشميراوسيدونکی وايی چې يوشمير ډېرزيات خوار اوغريب   اوبی بضاعته خلک  دخوړلواودغذايی موادواودډوډي  دنشتوالی له کبله  دواښووخوړلوته مجبوره سويدی ،دوي دمزارشريف ولايت راغلی وه چې دچارواکوڅخه په  دی هکله مرسته ترلاسه کړی  دوي وچارواکوته وويل چې  ددی ولسوالی يوشمير ډېرکمکيان اوکوچينيان ،ښخی اونارينه  ډيرسخت پريشانه اوناروغی سويدی دی اوهمدارنګه  دغزنی  په ولايت کې يوشمير خلک دوښوخوړلوله کبله  په ډول ډول ناروغيو باندی اخته سوی دی ددغوخلکو له جملی  څخه يوتن  يې دجلال الدين په نوم  خبری رسنيو ته ويلی :هره ورځ  دغره اوغرنې واښو نه  لکه  دکرهڼی زيره ،کدوګګ ،چرمک څخه دخوړواوغذايی موادوپرځای  ددغووښوڅخه کار اخلی  ترڅودلوږی څخه مړ نه سی ،ده وويل چې ددغووښودخوړلوپه نتيجه کښې  خصوصآ کمکيان اوکوچينيان دمعدی ،دستونی  اودکلموپه ناروغيو سره اخته سوی دی  .

اوهمدارنګه څه موده مخکی دراسيدلی ګزارشونوپربنسټ دبدخشان ولايت په سرحدی ولسواليوکې دغزنی ولايت داجرستان په ولسوالی کې دخوړلودټوکواوغذايی موادو  دنشتوالی له کبله اړين اومحتاجه خلک غرنې واښه خوري  چې دډول ،ډول ناروغيو سره مخامخ سوی دی لاندنی انځور دغه ناروغه  خلک دی چې دغذايی موادو پرځای يې واښه خوړلی دی   .

 

څه موده مخکی دننګرهار په ولايت کې په سلګونو خلکو د خوراکی توکو د بيو د لوړوالی له کبله لاريون وکړ. که څه هم خلک نه پوهيږی چې دا آزاد بازار دې چې ورځ تر ورځه هغوى دبيوزلې سره مخامخ کوی، خو د دې ډول مظاهرو سره راڅرګنديږی  چې خلک د آزاد بازار څخه کرکه لری

 

آزاد بازار او د خلکو کرکه

دبلخوا څخه د افغانستان خلکو ته د "نړيوالې ټولنې" تحفه وګوري چې زموږ يوشمير ګران هيوادوالودخارجی يرغلګرو،امريکايی،انګليسی ،کاناډايی .هالنډی .استراليايی ،ايسافی اوناټويی قواووتربمباردونولاندی په ډليزه توګه خپل خوږژوند دلاسه ورکوي بی ګناه خلک وژل کيږی،کوچينيان ،ځوانان ،ښځې اونارينه  هره ورځ شهيدان  کيږی ، کلی اوداسيدوځايونه يې ورانيږی کورونه يې دافغانی دوداودستور اوافغانی کلتوری اوفرهنګی مناسبات خلاف  تلاشی  اوپلټل کيږی  بی ګناه خلک ديرغلګروقواوپه جيلونواومحبسونوکښی په کلنو،کلنوتر نظارت اوتوقيف اوشکنجی لاندی راوستل کيږی .

دافغانستان خلک  د لويديځو هيوادونو د ائتلاف په وړاندى ډېری ګوتنيونی لری

څوورځی مخکی ، د افغانستان جمهوررئيس محترم حامد كرزى په افغانستان كې د لويديځو هيوادونو د پوځونو عمليات تر ګوتنيونو لاندى راوست.کرزی صاحب  د هند له ټلويزيون سره په خپله مركه كې وهغو غلطيو ته زياته پاملرنه ور واړه وله چى د ائتلافى ځواكونو دخوا دافغانستان دخوار اومظلوموخلکو په وړاندی په ښکاره ډول ترسره سوى اوترسره  کيږى.    
د دغو ګوتنيونو بنسټيز مفهوم داسى وښودل  شو: د ائتلاف د ځواكونو پوځى عمليات مطلوبه نتيجه نه وركوى. دغو ځواكونو د تروريستانو اډې يې ندی دلمنځه وړي. د بهرنيو پوځونو د گوزارونو په نتيجه كې زيات وخت ولسى بى گناْه افغانان زيانمن كيږى. هغه طالبان چى وسله ئى پر ځمكه ايښى او په افغانستان كې ئې نوى نظم منلى دى، زياتره وخت بىله هر ډول شواهيدواسنادونونه تر تعقيب لاندى نيول كيږى. د همدغو  ترسره شوو غلطيو په نتيجه كې په هيواد كې د زور زياتى څپى نورى هم زياتې شوي دي . نړيواله ټولنه افغانستان ته د تروريزم پر ضد د مبارزې په خاطر راغلې ده او دغه مبارزه بايد واقعى او اغيزمنه وى.     
تر اوسه پورى په افغانستان كې د ائتلاف د ځواكونو د ناكامو عملياتو په اړه يوازى د امريكائى سياستوالو او د ناټو د مشرتابه د خبرو دمخى نه ښه  قضاوت كيدلاى سی. دوي وخت په وخت په افغانستان كې د پوځى حضور د زياتولو د ضرورت مسئله پورته كوی . خو په هيواد كې د وضعې خطرناكه وده او د لويديځ ضد روحيې پراختيا او پياوړتيا کيدل هم ،دكابل چارواکی يې و دې ته اړ كړى دي چې هر څه ته خپل نوم واخلى.
د امريكې متحدو ايالتونو او په ناټو كې د دوى متحدينو په افغانستان كې ټوله ډډه پر پوځى زور لگولى دی. په داسى هيواد كې چې ډير ه موده په کلنوکلنو جگړې ځپلى كورنى ، په كنډوالو كى پروت دى او له سختو اقتصادى ستونځو سره مخامخ دى، پر پوځى زور ډډه لگول بى گټې كار دى. د روسيې د ختيځ پيژندنې د انستيتوت يو كارپوه ويكتور كارگون د خپل همدغه نظر د څرگندولو په ترڅ كې زياتوى:      
«زما په نظر د تروريزم پر ضد د مبارزې يوازينى اغيزمنه لاره د خلكو د ژوند ښه كول دى . يا په بله ژبه اقتصاد ته بايد په زيات گړنديتوب وده وركړى شى، د بيكارى پر ضد مبارزه وشى ، د اقتصاد نوى څانگې جوړى شى او د افغانستان د كليوالى سيمو له ودې سره همكارى وشى. »               
خو لويديځ ائتلاف د دغو کارونو کولو ته نه دى چمتو. او ددې كومې نښې نښانې څخه هم ښكارى چى لويديځ ائتلاف غواړى په افغانستان كې د خلكو د ژوند د پوړى د لوړولو دپاره په ميلياردونو ډالر ولگوى. نو ځكه په افغانستان كې په منځ ته راغلى وضعه كښې د ژورو بدلونونو راتللو ته هم انتظار نه شى لرل كيداى .

که په همدې وروستيو کې مو د کابل ښار ليدلی وی، پام به مو هرومرو سوالګرانو ځان ته رااړولی وی. چې د سوالګرانو شمير دومره زياته شوې دی . له هر واټ او سړک او کوڅې څخه چې تير يږی  همدغه حالت مو تر سترګو کيږی او هره ورځ چې تيريږی، د سوالګرو شميره دومره زياتيږی چې ځينې وخت د منلو وړ نه وی. ماشومان، ښځې، نارينه، ځوانان او زاړه دبيکاری اودخوړودنشتوالی  اودغذايی موادودبيی دلوړوالی له کبله  ټول سوالګری کوی هغه څوک چې لږانسانی احساس ولری ليدل يې د انسان زړه بريښوی اوواقعآ زړه بګنوونکی دي .

د طالبانو ددولت درانسکوريدو وروسته ټول افغانان په دی هيله اوباور وو چې نړيواله ټولنه به افغانستان ته د رارسيدو سره سم، دا هيواد په جنت بدل کړی ،بيکاری، لوږه او بيوزلی به له منځه ولاړه سی. دا هغه شعارونه وو چې د افغانستان زياتره خلک ورته سترګې په لار وو.د هغه وخت راپديخواتر شپږ وکالنو زيات وخت تير شول، خو نه هغه بيارغاونه وشوه د کومې چې ژمنه يې شوې وه او نه هم خلکو سوکالی وليدل ، بلکې د هرې ورځی په تيريدو سره دبی ګناه خلکو وژنه ،لوټماری ،بيکاری ، لوږه او بيوزلی دومره زياته شوې چې ته به وايې ددې هيواد سره چا د يوې افغانۍ مرسته هم نه ده کړې او دپخوا نه هم په دی هيواد کې هيڅ نه وو.

همدا اوس د افغانستان د خوارو اوشرئف خلکوحالت دومره خراب شوی چې ځينې ئې همدا اوس د خوړلو دپاره يوه ګوله   ډوډۍ  هم نه لری، د همدې کبله دډيروخلکو اقتصادی وضعيت بی حده خراب سوی او خلک فقيران سوی او  په سوالګری يې  لاس پورې کړيدی، تر څو وکولای سی خپل ماشومان ماړه کړی.

موږدمطبوعاتو اودنړيوالورسنيو دلاری نه واوريدل چی په توکيواولندن کې ډيروهيوادونو دافغانستان سره اقتصادی مرستی يې وکړل اوزموږ هيواد ته په مليارډونه ډالرراغلل، خو د عامو وګړو په ژوندانه کې  په هيڅ ډول د پام وړ بدلون ندی  راغلی او په څنګ کې يې ځينو کسانو د ملی شتمنيو د لوټ او تالان د لارې  څخه دومره پيسې لاس ته راوړې چې په راټولولو يې هم نه پوهيږی. هغوې تاريخی  شيرپور يې وران کړ او پر ځای يې داسې ماڼۍ جوړې کړې دی چې ساری يې د سيمې اوپه ګاونډيوهيوادونو کې نه ليدل کيږی. په حکومت او پارلمان کې راټول شوی زياتره کسان هم يا په خپله د خلکو په بيوزلۍ او د ملی شتمنيو په لوټولو او چوره ولو اودمخدره توکو په قاچاق کښې لاس لری او يا هم د خپل جيبونو د ډکولو فکر لری. هغوی څوچنده دالری  معاشونه  او نورامتيازات دنورودولتی اوحکومتی مامورينواوکارمندانوپه پرتله لری  ، خو هيڅکله يې د بيوزلو اولسونواوخلکو پوښتنه ونکړ  لوړرتبه دولتی اوحکومتی پوستونه اومقامونه هم له هغو کسانو څخه ډک دی چې يا جنګسالاران دی او يا هم له لويديځ څخه راغلی دی او د خلکو داقتصادی پرابلمونو،خواری ،غريبی او بيوزلۍ سره نا اشنا دی. دا ډله هم د لوټولواودچورولوپه  فکر کې دی اوډېرښه مياشتنی  ډالری معاشونه اوتنخاګانی هم لری ، له دې کبله دا ټولې ناخوالې به تر هغه وخته دوام ومومی، تر څو چې دا ډول دولتی اوحکومتی سيسټم بدل شوی نه وی اويوغښتلی ملی دموکراتيک مرکزی دولت رامنځته  نسی او  خلک  په خپله خپل برخليک په واقعی اومنطقی  ډول سره په خپل  لاس کې وانخلی  اوپه خپله يې ونه ټاکی  دغه آش اودغه کاسه به وی .

په  همدی ډول نور زرګونی ماتمونه اومصيبتونه ،لکه دمعدنونواوکانونوچوره ولواودعامه شتمنيو لوټول دتاريخی اثاروغلا،ددولتی  مځکواوددولتی شتمنيوغصبول په ډېر عادی ډول سره جريان لری ،که ديوشميرقوماندانسالارانواوپرواک ناستو ښاغلو دپلرونو او نيکونو شتمنۍ او جايدادونه راوسپړو نو وبه وينو چې ښايې  ددغو ښاغلوڅخه به ډېريې دخپل مړی دښخولو دپاره به هم ځاې ونلـری خو که اوس څوک دکابل شيرپورتاريخی سيمی  اوځای ته لږ سرورښکاره کړی نو ښايې داسې فکر وکړی چې د افغانستان په پلازمنی کښې  نه ،بلکې په يو بل کوم پرمختللی لويديز هيواد کې دې ،ځکه د بهر نه راوړل شوې نقشې او ودانيز توکی او دغه راز بهرنی انجنيران او کارکوونکی بل څوک راوستلاې يې نه شی بيله دغوچاقاقبرانوقوماندانسالارانو اولوټمارانوڅخه .څه موده مخکې زموږ يو ښاغلی چارواکی څخه يې ددغه ليوانو او ښامارانو دشيرپوردمځکودرانيولو په هکله ورسره دحساب کتاب کولوپه اړه يې پوښتنه وکړ چې ګواکې په شيرپورکې يې ديوې نومرې مځکې دترلاسه کولو وروسته دهغه څه نه لاس په سرشوې چې له ولس سره يې ژمنه کړې وه ،نوداوريدو نه چې دې ښاغلی ورته په ځواب کې ويلی و :تاسې زما کور په شيرپور کې ولټوۍ نو وبه يې نه مومۍ هغه په شيرپور کې نه بلکې په وزيراکبرخان مينه کې ده ،وايې  (پکه دادې لابله سپکه) دهمدې ښاغلی په ملاتړ کې دهغه يولاس لاندې ښاغلی ،رسنيو ته ويلی و چې ديوافغان په توګه ددې حق لری چې په شيرپور او يا وزيراکبرخان کې يوه نومره مځکه تر لاسه کړی خو دی ښاغلی لکه چې دغه يې  له ياده ايستلی و چې اوس هم دډيروګواښونواو رټلو سره سره مليونونه افغان کډوال دبې کورۍ له امله خپل هيواد ته نه راستنيږی. کله چې زموږ ولسمشر صاحب خپل وزيران يې له قسم خوړلو تيرول نو له دوي نه يې په کلکه غوښتی وچې خپلې پانګې به دده له  لورې په ورکړل شوې ځانګړې پاڼه کې وليکی خو زما په ګومان چې دا پاڼې به هغه مهال ليکل کيږی چې کله دا او ددوې په ډول ښاغلو دبيلډنګونوخاوندان  په شيرپور، وزيراکبرخان او دهيواد په نورو ارزښتمنو سيمو کې اوپه دوبی اونورهيوادونوکې چې  ساختمانونه يې بشپړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شی بيا به ګوری چې دا فورمی ډک سی اوکه نه سی .د تيرو شپږو اوو کالوراهيسې همداسې داداری فساد او بډواخيستنې نغارې ږغيږی چې ان دا هيواد يې په نړيواله کچه دلسو مفسدو هيوادونو په ډله کې درولې دې خو دتاراودکلاوې سرلا هم نه معلوميږی  چې چيری دی، هر څونی ډالراويورو چې دې هيواد ته راځی نو پرنورو لارو بيرته وځی خو دا خوار او بيچاره ولس لاهم هغسې دپلۍ پړک ته ناست دى. اوپه زرګونه نوردغونډيواوغرونوپه شان دغمونواودماتمونو پټي زموږ شريف خلک اواولسونه يې دډېروستروکړاونوسره مخامخ کړی دی اوپه عينی اوعملی ډول سره زموږدهيوادهرڅه دمنځه تللی دی ، دريفورم تر نامه لاندی دتخصصی اومسلکی پوځيانو نشته والی اويا دتکړومسلکی اوتخصصی افسرانواوصاحبمنصبانوليری کول ،تقاعدکولودکاره څخه شړل پرکور کيښنول  په ملی اردواوملی پوليسوکښی يعنی داهسی  نظامی واک اوقوت چې په ملی سطحه کښې  دامنيت دټيڼګولواودتامينولودپاره دندی ترسره کړی عملآ اوکاملآ  دمنځه تللی دی .

ناټواوامريکايی قواويي په غزنی ،پکتيا،پکتيکا،خوست کنړ،ننګرهار،زابل ،ژړيری ،پنجوايی،اوروزګان ،بکواه،سنګين ،موسی قلعه ،ګرميسرکې څوڅوځلی بی ګناه خلک اوعام وکړی يې وژلی اوشهيدان کړی دی ،څه موده مخکی  په کجکي اوپه ګرمسير  کې د۶۰ نه تر ۸۵ تنوپوری  عام وګړي يې وژلي دي په وژل سوی کسانوکښې ډېر ښځۍ اوکوچينيان هم شامل دی

 

د هلمند دكجكي ولسوالۍ ځايي خلك د ناټو ځواكونو په عملياتو كې د څلوېښت تنو عامو وګړيو د وژل كېدو ادعا كوي. په كجكي ولسوالۍ كې  ناتو او ايتلافي ځواکونو دپنځو ورځود عملياتو په ترڅ کې يې دوى  خپله د ګڼ شمېر مخالفينو د وژلو ترڅنګ د يوې ښځې او يوتن ماشوم د وژل کېدو خبر هم ورکړى و.  د دې ولسوالۍ ځايي اوسېدونکو ادعا وکړه،  چې په تېرو دريو ورځو کې شاوخوا ٤٠ تنه عام وګړي د نړيوالو ځواکونو په  بمباريو او عملياتو کې وژل شوي دي. د ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي آغا لالي  رسنيو ته وويل،  چې  په وژل شويو كسانو كې ډېرى ښځې او كوچنيان هم شامل دي. هغه وويل،  چې ناټو ځواكونو پر يوشمېر كورونود بمباردونو ترڅنګ يې د ولسي وګړيو څوموټر هم وېشتلي دي ، چې په پايله كې  يې  ياده شوې مرګ ژوبله اوښتې ده.  نوموړي له دولت څخه وغوښتل،  چې په يادو شويو عملياتو کې د ولسي وګړيو د مرګ ژوبلې د معلومولو په موخه يو پلاوى سيمې ته راولېږي.  د کجکي ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي احمدالله  وويل،  چې د ناټو ځواكونو په عملياتو کې تر دېرشو  زيات ولسي وګړي وژل شوي دي. د هغه په وينا، ياد شوي کسان د ولسوالۍ په عمر آباد نيچې او ده بابا سيمو كې وژل شوي  دي.  نوموړي له ولسمشر حامد کرزي څخه  وغوښتل،  چې د ولسي وګړيو د تلفاتو په اړه دې پلټنه وکړي  او دادې  معلومه کړي، چې وژل شوي کسان د  ولسوالۍ ولسي وګړي اواوسيدونکی دي، که طالبان دی ؟.

همدارنګه د پنجوايی  ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، چې دنړيوالو ځواكونوپه  بمباريوكې ديرش تنه ولسي وګړي يې وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي. ، چې مړه اوټپيان  ټول ښځې او ماشومان دي. هغوی وويل، چې دناټوځواكونو په دښتو كې له خپلو قرارګاو څخه ددوى د کورونو پر لور د درنو وسلو ډزې کولې.  ددې  ولسوالۍ يوه بل اوسېدونكي  حاجي شمس الله هم دولسي وګړيو د مرګ ژوبلې خبره وكړه. هغه وويل، چې ولسي وګړي له سختو ستونزو سره لاس اوګريوان دي. نوموړي وويل : (( دولت دې راته ووايي، چې خپل كورونه  پرېږدئ، موږ په ډېربدحالت كې راګېر يو امريكايانو شاوخوا ټولې سيمې كلابندې كړې دي.))  په دغو عملياتو كې د ناټو دمېشتو برتانوي ځواكونو يوتن وياند سايمن مېلر په دې اړه رسنيو ته وويل، چې دغه عملياتو  دناټواوددوی سرتېري په ګډه سره پرمخ بيايي  او همدارنګه  دوى ادعا کوی چې  دکندهاردپنجوايی او د هلمند دکجکي په ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال يو شمېر جنګيالي وژلي  سوی دي. 

 

نودا دی دلته په دی انځورکې محترم حامد کرزى د غازی امان الله خان مډال د امريکاد سمندری ځواک جنرال جيمز جونز پر سينه باندی  ټومبی. هغه ،هماغه وخت په افغانستان کې د ناټو قوماندان وو اوددغه عملياتونو قومانده يې په غاړه درلوده .

مګر په واقعيت کې  دغه انځورواقعآچې  د انسان زړه مايوسه اوخوابدی کوی اودخندا وړ صحنه ده؟

آيا د دې له پاره چې امان الله خان په افغانستان کې د انګليسانو څخه د خپلواکۍ او د ښکيلاک پر ضد د مبارزې او د هيواد د نيواک ضد سمبول گڼل کيږی؟

يا د دې د پاره چې بنسټپال ملايان، د امان الله خان د سمونواودځوان دولت  مخالف وو، په ځانګړی توګه د ښځو د زده کړې او د نورو مدنی اصلاحاتو سره چې د هغوې ځواک او شرعی قوانين يې د خطر سره مخامخ کړى وو، او دغه ملايان دبچی سقودغله تر مشری لاندی د ښکيلاک سره يوځای  شول تر څو د امان الله خان ځوان اومدرن حکومت ړنګ کړی. او اوس قوماندان جونز ،ريس دولت اويوشمير نورکسان اويوشمير رسنيی د افغانستان د ملت سره داسى چلند کوی چې ګواکى دې ملت هيڅکله د مدرنيته، ملت او دولت نوم اوريدلى نه وی؟

يا د دې د پاره چې دا مډال کټ مټ په هماغه اونۍ کې د ناټو د قوماندان پر سينه ټومبول کيږی چې  د دې جنرال ځواکونو دشپتونه ترپنځه اتيا  ۶۰ تر ۸۵ کسانو پورى، چې ډيرې يې هم ماشومان او ښځې وې په ۲۴ ساعته بمبارېو کې ووژل. او همدې جنرال وويل چې وبخښی موږ د طالبانو سره جنګيږو؟

 يا د دې له پاره چې د همدې جنرال د ځواکونو عکسونه په آلمان کې خپاره شول چې په کرغيړنه او ناوړه توګه يې د وژل سوی افغانانو د ککريو سره يادګاری عکسونه اخيستل او په دې توګه يې د جګړې او نيواک اخلاق يې په نندارې کيښود؟

ډېر ښاغلى اومحترم کرزې صاحب دا مډال د څه د پاره؟؟؟؟

جيمز بلونت داهيسی  وايی

ازجای دور !

اينجا کودکانی هستند که

با اشک های خشک شده  بر صورت

دستهای باز شده خود را بسوی آسمان گشوده اند.

"او" اينجا بوده است

برادرها، در گور های عميق مدفون شده اند.

پدر ها بی هيچ رد و اثری نا پديد گشته اند./

ملتی ( امريکايی) که چشم خود را بسته و بی آبرويی خود را نمی بيند،

از وقتی که " او" اينجا بوده است.

خانه هايی که در آتش می سوزند، جبران ناپذيرند.

بوی مرگ در هوا استشمام می شود.

زنی ضجه زنان در نا اميدی می گويد:

"او" اينجا بوده است.

گلوله های درخشان، آسمان را روشن می سازند،

اينک خانواده ديگری به کام مرگ فرستاده شدند.

کودکی وحشت زده، آن چنان که حتی نمی تواند گريه کند، می گويد:

"او" اينجا بوده است.

و من دليری نه می بينم،

ديگر در چشمانت دلیری نمی بينم،

آنجا فقط اندوه است.

اينجا کودکانی هستند که،

دستهای بازشده خود را به سوی آسمان گشوده اند.

اما کسی نيست که سوال کند چرا،

"او" اينجا بوده است.

 

مردان پير به زانو در آمده اند، آنها تقدير را پذيرفته اند.

بيوه زنان و دختران مورد تجاوز قرار می گيرند و قطعه قطعه می شوند.

نسلی با انبوهی از تنفر و انباشته با تنفر،

بله، " او" اينجا بوده است.

و من دليری نمی بينم،

ديگر در چشمانت دليری نمی بينم،

آنجا فقط اندوه است  .

دخدای په امان ښايستې

د ايتاليوی فاشيستانو  پر ضد د پارتيزانانو سرود

په يو سباوون کې پاڅيدم او نيواکګر مې وليد

ای پارتيزانه ما له ځان سره ويسه

داسې انګيرم ګواکې چې مرګ را نژدى کيږی

او که د یو پارتيزان په څير مړ شم

ته بايد ما خاورو ته وسپارئ

ما د غرونو  پر سر ښخ کړه

د يوه  ښايسته ګل تر سيورې لاندې

او څه کسان چې له دې ځايه تير شی

تا ته به ووايی

دا څومره ښايسته ګل دى

او دا د پارتيزان ګل د آزادى ګل دى

دخدای په امان ښايستې

دخدای په امان

لنډه يې دا چې امپراليسټانواوښکيلاکروډېر وخت دمخه اودا اوس دم کړی هر ډول  ملنډی يې ددی با غروره ملت دغرور دماتولودپاره په ښکاراوبربنډه توګه سره ترسره کړی او کوی يې ،مافيايي ګروپونو،غله،بډی اخستوونکی،دمخدره موادوقاچاقبران،دانسانانواوخصوصآد

کوچينيانوقاچاق کوونکی اودکوچينيانوتښتوونکی اوتښتونه ترحده ډېرسويدی اوددوي دجناياتودمخنيوی دپاره هيڅ ډول تدابير نسته اوموجودندی ،  پر کوچينيانو  باندی  جنسی تيری  اوس يوعادی جنايت بلل کيږی دبيلګي په توګه  ودغه لاندنی ګزارش ته ښه ځير سی چې خلک څه غواړی ؟ دغه ګزارش دپژواک دخبری آژانس لخواترتيب  اوخپورسويدی :

((  خلک پر ماشومانو جنسي تېري کوونکيو ته سزا غواړي  ))

په دې وروستيو کې پر ماشومانو د جنسي تېريو کچه لوړه شوې ده، دغه ډېروالي خلک اندېښمن کړي او تېري کوونکيو ته د درنې سزا په غوښتنه ټينګار کوي .

 په تېرو دريوو مياشتو کې په شمالي ولايتونو  تخار،سمنګان او جوزجان کې پر ماشومانو څلور جنسي تېري ثبت شوي دي .

  په تخارکې پريوې اته کلنه نجلۍ، د خپل کاکا د زوى او د هغه د درېو ملګرو لخوا جنسي تېرى شوى و او وروسته وژل شوې وه  .

دغو تېرى کوونکيو د پوليسو لخوا تر نيول کېدو وروسته، پر خپل جرم اعتراف هم کړى دى .

همداشان په سمنګانو کې په يوه ورځ  پر يوه څلورکلن هلک او په تخار کې پريوې پنځه کلنې ماشومې   جنسي تيري  هغه پېښې دي، چې په تېرو دوه مياشتو کې يواځې د هېواد په شمال کې رامنځ ته شوې دي .

دغه راز پر ١٢ کلنې نذريې، د جوزجان په مرکز ( شبرغان ) کې د ملي اردو د يو افسر صفاخان او د هغه د دوو نورو ملګرو لخوا، څه موده مخکې په ډله ييزه توګه جنسي تيرى وشو .

نذريې په هغه ويديويي فيلم کې چې د افغانستان د ښځو شبکې د پژواک خبري اژانس په واک کې ورکړى، ويلي دي چې هغه خپل ګاونډي (صفاخان) د خپل کور له مخې يوه لرې ځاى ته د جنسي تېري لپاره وتښتوله .

هغه وايي: (( زه د اوبو راوړلو لپاره بهر ووتم، صفاخان زموږ دروازې سره ولاړوو، يو دم يې زما خوله پټه کړه او په موټر کې يې واچولم، ما د چيغو کوښښ کاوه خو غږ مې نه خوت او ...))

نذريه نور د خبرو توان له لاسه ورکوي، ورو- ورو سلګۍ پيلوي، خو نوره کيسه يې مور ( جليله ) را لنډوي .

جليله په دغه فيلم کې وايي کله چې دغو ظالمانو خپل کار وکړ ، نذريه يې بازار ته  بوتله او هلته يې ورته نوې جامې، بوټان او کباب اخيستي او ګواښ يې ورته کړى چې که چاته يې خوله خلاصه کړه، نو ټوله کورنۍ به يې  ووژني .

د جليلې په وينا، دوى غريب خلک دي، مېړه يې مزدوري کوي او ددې توان نه لري چې صفاخان په سزا ورسوي، ځکه چې صفاخان په بډې ورکولو خپل ځان خلاصولى شي .

هغه وايي: (( کله کله مې زړه غواړي چې ورشم او د صفاخان وينې وڅښم، خو کله چې خپل حال ته ګورم، خپله غريبي او بې وسي  ته ګورم، هېڅ مې له لاسه ونشي . ))

جليلې داهم ويلي دي، چې که دولت په رښتيا سره هم د ولس د خدمت ملاتړلې وي، نو صفاخان ته دې داسې سزا ورکړي، چې نور ترې عبرت واخلي .

همدې پېښو ته په کتو د ښځو يوشمېر ټولنو، پرماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي په موخه په دې وروستيو کې ږغ پورته کړ او له دولت څخه يې ددغه عمل پرضد، د کلک غبرګون غوښتنه وکړه .

 هغوى په همدې اړه د پارلمان د يوشمېر وکيلانو، د مدني ټولنې او د ماشومانو د حقونو د اړونده ادارو لخوا د يوه ګډ کميسيون د جوړولو اعلان هم وکړ، چې پرماشومانو د جنسي تېريو د مخنيوي هلې ځلې به کوي .

د ياد شوي کميسيون غړې او د کابل د اورتوپيدي موسسې مشرې مکۍ سياوش پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرماشومانو د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي .

 هغې زياته کړه: (( په افغانستان کې د هرعمر او هر جنس پروړاندې که هغه ښځه ده، که سړى دى او که ځوانان دي تاوتريخوالى روان دى، خو دماشومانو پرضد تاوتريخوالى او له هغوى څخه ناوړه جنسي ګټه پورته کول، تکان ورکوونکې خبره ده .))

سياوش وايي چې په افغانستان کې پرماشومانو د جنسي تېريو خبره نوې نده، تازه خبره داده چې دغه شان پېښې اوس د رسنيو لخوا را برسېره او خلک  پرې خبرېږي .

هغې وويل : (( دا يو ډېرناوړه عمل دى او افغانستان کې يې د يوه دود بڼه يې  خپله کړې، خلک ماشومان ساتي او ګډوي  اورقصوی يې، جنسي ګټه ترې پورته کوي او درانه کارونه پرې کوي .))

مېرمن سياوش ددې پديدې لامل، په هېواد کې د تعليم ټيټه کچه، غربت او بې کاري ياده کړه .

 د هغې په باور هرکال پرماشومانو د جنسي تېريو پېښې سلګونو ته رسېږي، خو څوک پرې نه خبرېږي، سياوش وايي : (( ډېرى کورنۍ د شرم او حياء له امله هم پرخپلو ماشومانو ترسره شوي جنسي تېري، نه په ډاګه کوي او همدا لامل دى چې تېري کوونکي نور هم ډاډه کېږي .))

د نوموړې په وينا، څومره چې پرماشومانو جنسي تېري ترسره کېږي، د مخنيوي هلې ځلې يې په سيند کې د يوه څاڅکي په څېر دي .

مېرمن سياوش داهم وويل چې دولت بايد پرماشومانو تېري کوونکي، په سخته سزا ورسوي او قضايي ادارې دې  پرې نږدي، چې دغه شان مجرمين د پيسو په بدل کې خوشې کړي .

ځينې کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله ماشومان کارکولو ته هڅوي، خو هغوى ځانونه خوندي نه محسوسوي او ان  کله ناکله د جنسى تېريو قرباني کېږي .

د کابل اوسېدونکى ١٣ کلن رامين چې د سړک د سر ماشومانو د روزنې په مرکز ( آشيانه ) کې سندرې ويل زده کوي، وايي چې پخوا يې د سړک پرسر سګرټ پلورل .

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل : (( په بازارونو او مارکېټونو کې به له ډېرو بدو خلکو سره مخ کېدم، له همدې امله مې پلار له سګرټ پلورلو څخه منع کړم او دلته ( آشيانه ) ته يې راواستولم .))  

د رامين په خوا کې ناسته ١٢ کلنه نازي، چې د ارمونيې غږول زده کوي، وايي چې پلار يې مړ دى او د(۸) اته کسيزې کورنۍ چلوونکي خپله  دا  او يوکوچنى ورور يې دى .

هغې زياته کړه : (( په بازار کې مې  د سړک پرسر کار کاوه ، دومره ګټه مې کوله  چې ورځ  پرې تېره شي، خو هلته اوس کار اسان نه دى، ډول-ډول خلکو سره مخ کېږو له وېرې مې کار پراېښى او آشيانې ته راغلې يم .)) 

ددغه مرکز مشر محمد يوسف پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى هرکال د سړک د سر شاوخوا پنځه زره ماشومانو ته، ښوونه او روزنه، هنري او حرفوي روزنه ورکوي .

هغه وايي : (( اوس مهال ډېر افغانان له پاکستان او ايرانه بېرته  خپل هيواد ته راځي، کار او مزدوري  هم نشته او هغوى مجبور دي چې خپل ماشومان د کار دپاره بازار ته ولېږي، کله چې بازار ته لاړ شي، نو د بدو خلکو لاسرسۍ ورته آسان شي . ))

يوسف وايي چې دغه کار هم  پر ماشومانو د جنسي تېريو د ډېرېدو لامل شوى دى .

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون غړې، هُما سلطاني وايي چې په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې پر ماشومانو د جنسي تېريو شاوخوا( ٩٠) نهوی  پېښې ثبت شوې دي .

خو هغې زياته کړه : (( ډېر  خلک نه غواړي چې پر خپلو ماشومانو شوي جنسي تېري، په ډاګه کړي ، نو ځکه ددغو پېښو د ثبت شمېره کمه ده .))

سلطاني وايي چې د دوى د غير رسمي معلوماتو له مخې، د ماشوماتو پروړاندې د تاوتريخوالي پېښې کېداى شي په يوه کال کې زرګونو ته ورسېږي .

افغانستان په ١٩٩٤ ميلادي کال کې د ماشومانو کنوانسيون لاسليک کړى، چې له مخې يې دولت مکلف دى، چې د ماشومانو د حقونو خونديتوب ته کار وکړي .

د سلطاني په وينا، هر دولت چې ياد شوى کنوانسيون لاسليک کوي، بايد ددغه کنوانسيون ټول مواد په خپلو قوانينو کې ځاى پرځاى کړي، خو دغه مواد د افغانستان په قوانينو کې کم ليدل کېږي .

   جنسي تېري که له يوې خوا د شرعې خلاف کار دى ، له بلې خوا په رواني لحاظ  د ماشومانو راتلونکى هم له ګواښونو سره مخ کوي .

د ارواح  پوه عزيزالدين همت په وينا، کله چې پر ماشوم جنسي تېرى وشي، نو هغه مهال دغه ماشوم د سپکاوي احساس کوي او کله چې لوى شي، د خپلې عقدې د ماتولو لپاره پر نورو ماشومانو جنسي تېري کوي .

نوموړى وايي: (( کله کله دغه شان ماشومان وروسته د ( ساديزم ) په ناروغۍ هم اخته کېږي او چې قدرت ته ورسېږي، نو هر څومره ظلم  چې کوي، خوند ترې اخلي . ))

ډاکټر همت زياتوي چې په هېواد کې پر ماشومانو د جنسي تېريو ډېرى پېښې، د خلکو د ارواحي ناروغيو له امله رامنځ ته کېږي او هغه کسان چې روحي ستونزې لري، ډېر  يې پرماشومانو جنسي تېري کوي .

هغه اندېښنه وښوده، چې که هرڅومره دغه لړۍ دوام کوي، هغومره نورې ستونزې زېږوي او که مخه يې ونه نيول شي، يو وخت به دغه مسئله هم له کنټرول څخه بهر وي .

د کابل د ماشومانو په ځانګړې څارنوالۍ کې د ماشومانو څارنواله، ثريا ناقد وايي چې پرماشومانو د جنسي تېريو مجرمينو ته، د جزا د قانون له مخې د اشد مجازات ( عمري قيد يا اعدام )  سزا ټاکل شوې ده .

هغې زياته کړه چې که چېرته د جنسي تېري د پېښې دواړه خواوې کوچنيان او عمرونه يې له (١٨ ) اته  لسوکلونو کم وي، نو سزا يې هم کمېږي .

د ثرياناقد په وينا، داچې تراوسه د جنسي تېريو په اړه  شرعي حدود نه پلي کېږي، لامل يې دا دى چې دغه حدود په اداری  شعباتو کې ساقطېږي په دې معنى چې اسناد او شواهد پوره نه وي .

هغې هم وويل چې ډېرې کورنۍ پر خپل ماشوم ترسره شوى جنسي تيرى نه په ډاګه کوي او همدا لامل دى، چې دوى په تېر يوه کال کې، ددغه شان  پېښو يواځې څلور دوسيې څېړلي دي .

هغې وويل : (( زموږ په ټولنه کې د قانون پرځاى دود او عنعنه ډېره مهمه بلل کېږي او بله داچې ډېرې کورنۍ د مخالف لوري د ګواښونو او  وېرې له امله، چوپ کښېني .))

  په اسلامي  شريعت کې هم ، جنسي تېري کوونکيو ته سخته سزا ټاکل شوې ده .

په شريعت کې که يو واده کړى سړى پر مخالف جنس د جنسي تېري په جرم مجرم وپېژندل شي، نو بايد سنګسار شي او که مجرد وي نو بايد سل دُرې ووهل شي .

دغه راز که يو نارينه پر خپل هم جنس ،  جنسي تېرى ترسره کړي، نو بايد ووژل شي او په دغه سزا کې د سړي مدني حالت په نظر کې نه نيول کېږي .))

 همدارنګه په افغانستان کې  تر پنځه سوو څخه ډېرتره نشريې  چاپيږی اوخپريږی  دولت اوداطلاعاتواوفرهنګ مسئوولينو بيا ودی ته دموکراسی اودعقيدی اودبيان  آزادی  وايی اوددموکراسی ډېر ښه  نمونه يې بولی ،مګرپه دی  په سل ګونی ورځنی ،اوونيزی اومياشتنی  ورځپاڼواومجلوکښې  يوډېرلږشمير يې سته چې بيله سانسوره  په پربـــنډه اوزغرده سره  دخـــــپلوخلکــــو دګــــټوددفاع په  هکله ليکنــــی کوی اويوه برخــــــه ددی نشراتونه يا

   دانجوګانی لخوا مالی ملاتړ کيږی اويا هم دخلکوضدسياستونوپلوی کوی  ،دموکراسی خوداهيسی  نه وی دموکراسی خو دخلکوحکومت دخلکولخوا پر خلکوباندی  چې ټولنيز عدالت تامين وی ،  دغه ددموکراسی کليمه لمړی ځل په يونان باستان کې ددموکرت يونانی لخوا ،چې دموپه معنا دخلکواوکراسی په معنا دحکومت يعنی دخلکوحکومت دخلکولخوا پرخلکوباندی  ديونان دهغه وخت  په ټولنه کښی رامنځته  سو،نوزما په اندزموږدګران هيوادد اوسنی کړکيچ اودنيمګړتياودليری کولو اودمنځه وړلودپاره   يوغښتلی مرکزی ملی او دموکراتيک دولت  په کاردی  چې په ټولنه کښې قانون واکدار اووسی اوخلک دقانون په ړنا کې په سوله ايزه توګه اودامنيت په فضاکې ژوند وکړی  اودپرمختګ پرلورګامونه اوچت ګړی .

 

بعضی ارقام، فاکتونه اوانځورونه اخيستل سويدی :

-         دپژواک له سايته څخه

-         دبوسه بلوکفا له سايته څخه

-         دريانووستی  له سايته څخه

******************

نوری ليکني