ډوکټورغلام فاروق میراحمدی

ډوکټور غلام فاروق میراحمدی  په  (۱۹۵۹) زیږدیزکال کې د فراه د ولايت د بالابلوک د ولسوالی د ګراني په کلي کي زیږيدلی دی . خپل لومړنی اومنځنی زده کړی یې د کابل په غازي ليسي او دننګرهار په ليسي کي ترسر ه کړي . اوبیا یې دلوړوزده کړو دپاره د اوکرايين د جمهوريت د خارکف د ښار د ساختماني انستيتوت د تهويي،تسخين،ايرکانديشن او ګاز رسولوو فاکولتي  ته شامل اوددی پوهنځی څخه دماستري  دزده کړی دشهادتنامی دتر لاسه  کولو وروسته ، دافغانستان د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو په رياست کې یې   د انجينر په توګه دنده تر سره کړي .  اوبیا ددوهم ځل دپاره داوکراین دپلازمنی   د کيف د تخنيکي پوهنتون  ته  دډوکترا زده کړی  پیل او ددی پوهنتون څخه د صنعتي هوا د تصفيي د سيسټمونو په برخه کې  دډوکترا شهادتنامه اوډګری یې ترلاس کړ . متاهل دی د درواولادونوخاوند دی  او اوسمهال  د المان په هامبورګ ښار کي د خپلي کورنې سره اوسيږی . په المان کې دګډوالوالی په بهیر کې دخپل رشتی ،مسلک اوتخصص په برخه کې  څیړنی ترسره کړی  دی چې په نوموړی رشته اومسلک کې یې یو علمی ،تخصصی اوسانټیفیک کتاب یې  په خپل مورنۍ ژبه (پښتوژبه )باندی ترتیب ،جوړاوطبع کړیدی چې ددی مسلک اورشتی دپوهنځیودزده کوونکو.محصلینو، استادانواوددی مسلک اورشتی دمینوالودپاره ډېر ګټوراومثمرکتاب   ګڼل کیږی ،همدارنګه ښاغلی  محترم ډوکټور غلام فاروق دېرشعرونه هم لیکلی دی  چې دنوموړی دشعرونوڅخه یوشمېریې دبیلکی په  توګه دپښتوژبی دادب ومېنوالوته او دګرانوهیوادوالودمطالعی دپاره په لاندنی برخه کې وړاندی کوم .

                                                                                         په درنښت

                                                                                        عزیزاحمد خوارمل

 دډوکټورغلام فاروق شعرونه دلته کلیک کړې