شعرونه ا ActiveX Control: You must be using Internet Explorer and Real Player 5.0 <a href='http://www.pashton.net:8000/listen.pls'>Play De Pashto Radio</a> وادبی ټوټی

بزم

او

دشاعرانوشعرونه 

 خدای بخښلی صوفي شاعرعبدالرحمان بابا

نعت

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا

کل جهان د محمد په مخ پيدا شو
محمد  دی د تمام جهان  ابا

نبوت په محمد باندې تمام شو
نشته پس له محمده انبيا

نور هاله د محمد وه په جهان کې
چې بوی نه وه د ادم او د هوا

په صورت کې اخرين دی پيدا شوی
په مانا کې اولين دی تر هرچا

خدای يې مه ګڼه بېشکه چې بنده دی
نور يې کل واړه صفات دي په رښتيا

که نبي دی، که ولي دی که عاصي دی
محمد دی د همه واړو پېشوا

چې يې دين د محمد دی قبول کړی
حبشي دی، که فاسق دی که تارسا

محمد د ګمراهانو رهمنا دی
محمد دی د ړندو د لاس عصا

که رڼا ده پيروي د محمد ده
که نه نشته په دنيا بله رڼا

محمد د بې چاروو چاره ګر دی
محمد دی هر دردمند لره دوا

زه "رحمان " د محمد د در خاکروب يم
که مې خدای نه کا له دې دره جــــــــــدا


خوی که په دا شان وي دل ازار ستا
څه ښادي به کاندي طلبګار ســــتا

حيف چې اورېدی شي ليدی نشي
حسن لطافت دې پريوار ستا

بيا دوباره نه ګوري وبل ته
هر چا چې ليدلی دې رخسار ستا

خدای زده چې ته يار د کوم يوه يې
هر طرف ياران دي صد هزار ستا

ځای د پښو ايښودو مونده نشي
هومره عاشقان دي په دربار ستا

بل هسې نه وي که يې خدای کا
ما غوندې خاکسار او هوادار ستا

عشق له حسنه، حسن دی له عشقه
ته نګار زما يې، زه نګار ستا

ته زما مطلوب يې زه طالب يم
ته زما طبيب يې زه بيمار ستا

ته که تازه ګل د نوبهار يې
زه يم عندليب په لاله زار ستا

جور که جفا ده که ستم دی
واړه مې منلي دي يکبار ستا

جور په چا څوک په بها پيري
زه يم د جورونو خريدار ستا

يو تار که ضايع شي ستا د زلفو
ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا

سل ازمايښتونه دې راوکړه
حيف دی چې لا نشي اعتبار ستا

تېر يم زه "رحمان " له هره کاره
اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا

 

 

 

چې له تاسره په سر کاندي سودا
بل به نه وي هسې ما غوندې شيدا

نه به ما غوندې شيدا وي په جهان کې
نه به تا غوندې دلبر شي بل پيدا

ما په صبر تا په جور او جفا وکړه
ولې نشي د ژړا په ځای خندا

بې دا ستا له مخه کون دی که مکان دی
ښه توښه مې نه په دا شي نه په دا

جدايي به دې هيڅ رنګ قبوله نکړم
څو مې نه وي روح کالبوت سره جدا

لکه وروستو مقديان وړاندې امام وي
ما په تا پسې ده کړې اقتدا

زه يو نه يم درست جهان په تا مين دی
که بادشاه دی ددې دهر که ګدا

کشکې خط دې مانيه وما راکړې
چې له ماسره وعده کړي د فردا

زه پخپله په تا نه يم مين شوی
ستا له رويه په ما شوې ده ندا

زه په تا باندې مين يم له ازله
نه چې کړې مې نن ورځ ده ابتدا

چې دا ستا د عاشقۍ په تيغ شهيد شم
د " رحمان " غاړه به هله شي ادا

د "رحمان " و زيړي رنګ وته نظر کړه
چې مدام په تاپسې کاندې ژړا
 

 

 

 

 

 

وګران وطن ته!

 

 

ستانه لیکم ،چې پرماډیرګران یې

ستانه لیکم، چې ماته ډیر ښکلی یې

ستانه لیکم ،چې ستا په سپیڅلې لمنې کې زیږیدلی یم

ستانه لیکم ،چې ستا په پاکــــه لمنې کـــې لوی سوی یم

ستانه لیکم ،چې  هره شیبه هـر ګړی مې په یاد یې

ستانه لیکم ،چې هردم زما دژبی لومړی کلام یې

ستانه لیکم ،چې ډیر قصی اوداستانونه لری

ستانه لیکم ،چې پرزهیر تن ډیر پرهارونه لری

ستانه لیکم ،چې پخوانی ډیر تاریخونه لري

ستانه لیکم ،چې ښکلی درې جګ جګ غرونه لري

ستانه لیکم ، چې ډول ډول میوې باغچې ،بڼونه لري

ستانه لیکم ،چې شنه زمریان ګڼ  ګڼ ځنګلونه لري

اوبالاخره :

ستانه لیکم  اوتاته په صداقت وایم

زما ګـران وطنه!

ترهرڅه نه تیریږم

دلمراوسپوږمی نه

دښه ژوند اوښایستوشیانو نه

ترهرمــــــــادی اومعنوی ګټې نه

دخوب اوخیال ،عیش اونوش نه

تیریږم

مګر هیڅکله

ستاسره دمینی اومحبت نه

ستاسره دعشق اوالفت نه

نه تیریږم

که مې وینې توی سی

که مې لاسونه اوپښی  پرتاپری سی

که مې سر اوتن پرتاغوڅ سی

 که پرتا تباه اومړسم  

ستا دپاره ودی ټولوته راغلاست وایم

هرڅه پرځان قبلوم

ستا په لار کې قربانول

ځان ته ویاړګڼم

مګرهیڅکله ترتا نه تیریږم.

عزیزاحمد((خوارمل))

بیلجیم دانتورپین ښار
 

عبدالباري ((جهاني))

 

غزل

د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څارله
د هيلو ورځې مې تيارې وې ما دې ﻻر څارله
درته خيرات مې وزرونه نذرانه ايښي وو
ستا به په کوم پانوس کې شپې وې ما دې ﻻر څارله
ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکل کاوه
پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څارله
کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصوير د پلونو
هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څارله
لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کړلې
نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څارله
زما د شهيدو ارمانونو جنډې ونړېدې
ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څارله
د " جهاني "  قسمت رنځور انتظار ورسيدی
د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څارله

 

 

غزل

هغه  ګرېوان  چې د  ازلــه  د  ګنډلو  نه  و
جنون  يې هم  د زولنــــــو د ټينګېدلو نه  و

د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمته دا ګــــــودر د غـــرقېدلو نه  و

چې بې خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عــــــزرايل خاموش  پيغام  د  اورېدلو نه و

د دار پر سر   کـــه   مې نارې د انالحق وهلې
شيخــه معذوز  يم هغه سُر ستا  د ويلو  نه  و

يوازې ما د خپل جـــــانان قولونه واخيستله
دا کـــــوه طــــور د فــــــرعونانو د ليدلو نه و

زه په لمبــــو کې سوځېدم جلوه مې وليدله
هغـــــه مقــــام د هــــــر خامبازه د ورتللو نه و

چې "جهاني"  يې  د پېړيو په وعده اوبيږي
خـــواره زاهــــده هغه  جام ستا د چښلو نه و

 

 صديق کاوون(( توفاني))

د ږلۍ هينداره

ميکدې ته يې محشر په اوږو راووړ
چــــې زاهد د توبو غر په اوږو راووړ

څـه تاثير دی د ډېوې په سره لمبه کې
چـې پتنـــګ ورته  وزرپه اوږو راووړ

د اشنا په غم مې کسي داوړه سپين شول
سېل د اوښکو مــــــې نظر په اوږو راووړ

د زړه شمـــه به يې بله کـــــــړمه لار کې
که د شپـــــې مـــړی سحر  په اوږو راووړ

د شبنــــم ښيښه هــــينداره د ږلۍ شوه
يوه څــــــاڅکي سمندر په اوږو راووړ

د اُفـــــــق لمــــنه سره په وينو ښکاري
تورو ورېځو زخمي لمر په اوږو راووړ

دلتـــــه، جــــوړه قتلګاه، ده د غــــوټيو
سره غاټول ورته خپل سر  په اوږو راووړ

کابل، غبرګولی  ۱۳۷۱

غلې نغمې

په بڼـــــو ستـــوري زنګـــــوم د اشنا کلي ته ځم
سترګـــــې په لاره غــــوړوم، د اشنا کلي ته ځم

کلی خاموشه، ګودر شړ، کوڅې له دوده ډکې
رقــــيبه، کــــــــډې باروم ، د اشنا کلـــــي ته ځم

په شپو لـــــړلي سرګـــــــردانه مسافــــر وختونه
ورو، ورو له سسره تېروم ، د اشنا کلي ته ځم

ريښې ريښې ګرېوان مې لاړو د رقيب ګوتو کې
د ننګ ځـــــــولۍ پيونـــــدوم ، د اشنا کلي ته ځم

بلبل لـــه غـــــــږه بېــګانه، ګل لـــــــه بلبلــــه پردی
غلـــې نغمــــې مـــــــــې ژړوم د اشنا کلـــي ته ځم

آلمان، فبروري/ ۱۹۹۴

 

د اغزو په سر

خپل رانه پردي شول، د پردو په سر
ګل راته اغــزي شول، د اغزو په سر
نن څومره راټيټ شولو آسمان په ما
ستوري مــــې ځليږي، د بڼو په سر
ژبــــې يې د سترګو راتهه وويل،
ژونــد دی تېروه يې د لمبو په سر
تېر شولو بلبله د ګلــــــــونو وخت
اوس دې زنده ګي شوه د اغزو په سر
ګــــــــوره د اشنا پسرلنــــی ښايست
خــــــاندي يې ګلان، د اننګــــو په سر
خير دی که يې سترګې درواغجنې شوې
پالمــــه يې مينــــه، د لېمو په سر

المان، سپتمبر۱۹۹۳

 

 

 پيرمحمد ((کاروان))

غزل

سترګې دې پرېږده چې شیندي ګلونه
ډېر مې یادیږي دا ژوندي ګلونه
 
ستا د کږو  بڼو په شپول کښې را ګیر
لکه اغزیو  کښې قیدي ګلونه
 
زه د جانان د  در په کاڼو مین
پرېږدئ چې ښکل کړم په تندي ګلونه
 
په تورو څڼو کښې یې ډېر لګوه
شته مې د زړه په مات کودي ګلونه
 
کاروانه  زه ورته حیران پاتې یم
چې دا د چا د غزل دي ګلونه
 

غزل

تږي ټول درپسې مړه ښکاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه

په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پايو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جانانه

ستا دښمنو چې په تا شغول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جانانه

زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وايه چې نه ښکاري جانانه

د دعا نه ډکه لپه په ما وڅښه
په جامونو کې رانجه ښکاري جانانه

ته راياد شې چې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپين مارغه ښکاري جانانه

ستاله غېږې نه کاروان وتلی نشي
لاس او پښې يې نشته زړه ښکاري جانانه

 

 

 

غزل

 

اوښکـــــه ته يې مينه ته يې کيف د موسېـــــدو ته يې
ناڅــــــاپــه شېبــــــه د سره ګلاب د غــــــــوړېدو ته يې

ډک د مينې جام ته يې په سرو سترګــــو سلام ته يې
شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جام د ماتېدو ته يې

ته مـــــې لېــــونۍ خنــــدا يې ته مې لــــــېونۍ ژړایې
آخ جــــانانه زېـــــری د دعـــــا د قبـــــلــــــــــــېدو ته يې

تــــــوره ته يې غـــــشی ته لقمان او جــــاليونس دی
زخــــــم د ځــــــيګر ته يې مرهــــــم د رغــــېدو ته يې

تـــــــږی زه يم لــــــپه و اسمــــــــان ته د غــــوښتنې زه
راشـــــــه پـــــه بــرېښنا کــــې تــرنـــم د ورېـــدو ته يې

دلتــــــه چــــــې راغلي سوي لــــــوي تښتېدلي دي
دې لېـــــــوني زړه کې حوصيلـــــه د اوسېدو ته يې

دغلتـــه يو ستوری دی او هـاغلته بل ستوری دی
منځ ته يې راځـــــه د فاصلــــــو د ورکــــېـــدو ته يې

 

غزل

غزل
 

"ملنګ جان"

ما ژړل

ته د ناز په خوب ويده وې ما ژړل
ته بې غمه آسوده وې ما ژړل

ستا د مخ او د سپوږمۍ مقابله وه
ته په مخ ترې آزموده وې ما ژړل

ستا د زلفو خوشبويي چور ليونۍ کړم
ته په عطرو کې لمده وې ما ژړل

ما درخواست د يوې خولې درځني وکړ
راته ښکارې آزرده وې ما ژړل

وچ بالښت زما په اوښکو باندې لوند شو
ته په ناز کې پرورده وې ما ژړل

دا زما ملنګ جان برخه کړيدل دي
ته له نازه پرخنده وې ما ژړل

ځوانۍ سره شهرت

ځوانۍ سره شهرت د ننګ او نام مزه کوي
ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي

يا ژوند د خپلواکۍ ښه دی يا مرګ د شرافت
ميدان کې د سرباز د توري شرنګ مزه کوي

که ژوند ابدي غواړئ د خپل قوم په مخ کې مړه شئ
بيرغ د شهيدانو رنګارنګ مزه کوي

ځوانان ښايي په توره چې د ننګ توره په ملا کي
د پېغلو په سينو لاچي لونګ مزه کوي

چې واک يې د پردو وي که قبا يې وي د زرو
د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي

د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه

دا ستا غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي

 

ملنګ شم

زه چې راواخلمه کچکول او ستا ملنګ شم
نو هغه ساعت به تېر له نام و ننګ شم

نام و ننګ به وي هغه ځای رانه پاتې
په کوم ځای کې چې زه ستا په تومت رنګ شم

پروا نشته که دنيا راپورې خاندي
ماشوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم

ستا په عشق کې که ستي شمه په اور کې
فخر کاندم که زه ياد لکه پتنګ شم

ما چې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی
وا به  نه وړم که په وينو کې رنګ رنګ شم

په شا تلل د ميړنيو بدنامي ده
اوس به زه "ملنګ جان" څه رنګه په څنګ شم

 

ارواښاد امير حمزه ((شينواری))

غزل

د هغه سترګو پښتنو خبرې
څنګه درنې وې د درنو خبرې

زاهده! پرېږده د تسپو خبرې
کوي ماحول د زولنو خبرې

دا ستړی ژوند دې مبارک شه مينې
زده چې اشنا کړې په لېمو خبرې

درنه به وانه وړمه  پوی شوې کنه؟
درته مې وکړې په پښتو خبرې

د تندي ګونځې دي مغُل خو ندي
چې کوي نن د تاترو خبرې

دا بونګېدلې هوسۍ سترګې داستا
وکړې ناڅاپه د زمرو خبرې

د "حمزه" زړه ته دلاسه ورکوه
دادي ارمانه د ځلمو خبرې

پښتو ژبه

په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا
بې ليلا بله سودا خو مجنون نه کا

څو د خپل ادب باران باندې ونشي
بل باران به د قام فصل زرغون نه کا

غېرو ژبو کړې لاهو پخپل تهذيب کې
بې پښتو به دې اوس هيڅوک راستون نه کا

خپلې ژبې خپل تهذيب وته چې شا کا
ملګرتيا له هغه قامه ژوندون نه کا

اوله خپله ژبه، پسته نورې ژبې
بې بنياده عمارت خو سمون نه کا

فرنګيان د پښتو ژبې خوشه چين دي
خو دې درمن ته نظر هم پښتون نه کا

بې له دې که ټول جهان هم ورته پرېږدې
بل ميراث به ستا نسلونه ممنون نه کا

پاڅه پاڅه د عمل جذبه پيدا کړه
يو ملت هم ترقي په افسون نه کا

 

اجازت دی؟

پيرنګي درنه پښتو ده هېره کړې
چې کيسه يې راپه خوله کړم اجازت دی؟

وايي مونږه سره ټول مسلمانان يو
ډېره ښه ده زړه دې ښه کړم اجازت دی؟

د پښتو په ځای تعليم د اردو ښه دی
هيڅ خلاف به ترې ونکړم اجازت دی؟

يقين وکړه چې زه ستا نه خلاف نه يم
ولې پوی دې چې لږ زه کړم اجازت دی؟

په اردو مې ژبه نه چلي صاحبه!
په پښتو خبرې وکړم اجازت دی؟
 

 

 

 

 

 

 

ارواښاد اسحاق ننګيال 

 

ارواښاد ګل پاچا الفت

اعتراف

نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

زه يې په  ليدلو او ويلو ګناهګار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې غاښلي دي

نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي

دا چې ډېر کاږه درته ولاړ دي ټيټ سرونه هم
ستا مخ کې چې سم نه شول سم کله چليدلي دي

هيڅ اميد ترې مکړه که څوک ځان دې تا غلام بولي
ما غلامانه ذهنيتونه پېژندلي دي

لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي

ملي قدرت

په رښتيا هغه ملت وي بختور
چې لري ملي نظام ملي رهبر

وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې
حکومت وي د ملي قدرت مظهر

جامعه پخپله وي په ځان حاکمه
د عامه افکارو وي قوي اثر

نه تبعيض نه امتياز  وي نه تېری
په حقوقو کې وي خلک برابر

د هر چا اعتماد  وي په عدالت
قوانين وي د هر چانه معتبر

آزادي ديموکراسي وي واقعي
خطر نه وي کرامت ته د بشر

مخور مسلط نه وي په نظام
اهليت او لياقت وي مخور

سر او مال وي په امان فکر و نظر هم
زورور چې پکې نه وي پخپل سر

 

 

 

 

 

د حقيقت ورځ

چې پلو له مخه لېرې د هر چا شي
دا رنګينې جامې څيرې د ريا شي

حقايق ټول رابهر شي له حجابه
پټ کارونه راڅرګند زما او ستا شي

که رازونه که رمزونه که اسرار دي
لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي

مقصدونه ، غرضونه ، عملونه
بې پردې او بې سيرته برالا شي

د تلبيس ښايسته رنګونه ټول شي محوه
پخپل څېر ښکاره روا او نا روا شي

د هر چا زړه کې چې هر څه وي ليکلي
دی پخپله د هغه نقش ګويا شي

هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کړي
توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي

ليک د حق او حقيقت وي په هر لاس کې
د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي

ډېر ښايسته او سپين مخونه به تک تور وي
ډېر غاښلي به په دغه ورځ سرتور وي

 

مصطفی((سالک))

دټول افغان دانځورونونه

غزل

د چا سترګې مې په زړه کې لاره ګوري
سندریزې چینې غره کې لاره ګوري

ستا ښایست مې له وجود نه بهر نه ځي
دا که موج دی ، په راده کې لاره ګوري

ټيټې سترګې په ورو ورو  قدم  اخلي
لکه  ناوې  چې  واده کې  لاره  ګوري

ستا  پر ‌ذهن  خورېدو ته می پرستې
تخیل مې په ویښته کې لاره ګوري

تر شنو ونو لاندې شنه چینه کې لامبي
ګوره وړانګو ته ځنګله کې لاره ګوري

لاروی د لویې لارې ورته تم شو
تورې سترګې یې په وره کې لاره ګوري

 


غزل

د چا د شونډو تصور د خیال له طوره ښکاري
 هره غوټۍ د پسرلي نن راته حوره ښکاري
 
 ښکلا که نه وای تصور د بدرنګۍ به نه ؤ
 دا غرونه غرونه سیوري ټول د چا له نوره ښکاري
 
 په خیال مین یم د خیال رنګ و نور زما هستي ده
 څومره ساده ده په یوه جلوه مغروره ښکاري
 
 قاتل مې ګوره اوس د اوښکو کرښې نشي لیدی
 د یار په ګل ګل اننګو کې ورته توره ښکاري
 
 د نرګسي سترګو افسون دې او که څه کیسه ده
 هره ښکلا نن د فطرت راته رنځوره ښکاري
 
 د " کسي اور" دی د مغرب د څراغونو نه ده
 دغه رڼا چې اوس زما د لا شعوره ښکاري
 
 چې په ړندو حواسو ګوري د ښایست رنګونه
 د نړۍ هره فلسفه راته معذوره ښکاري
 
 لمر مخې ستا په مخ کې دومره رنګیني خو نه وه
 دا ټول رنګونه مې د خپل زړه له منشوره ښکاري

 

غزل
دردانې غواړي چې ستا د غاړې هار شي
ستوري هم تمه لري چې دې مدار شي

دا ته هسې سپین تندی په کاڼو ولې
دا هنداره ده ،  یو وخت  به  دې پکار شي

ویده لمر به  څه  درانه  خوبونه  ویني
چې شبنم  د ګل پر پاڼو باندې  بار شي

دا ساړه ساړه بادونه څه پېغور کا
ګل به غېږې له راځي ، خو چې بهار شي

په ښکاره له خندا شین ،  د ننه سوزم
طبیعت مې د قاضي بابا چنار شي

چې هر ستوری ورته خپله رڼا لارکړي
دا سړی واعظه څنګه نو په لار شي
 

 

 

 

 

 

رحمت شاه سائل
غزل

شونډې درنه خوري خاموشي شور پکښې پیدا که
مري دې د مخ سره جانانه اور پکښې پیدا که

زړه مې یو ریدی دی ،لاله زار یې کړه جانانه
دغسې یو څو زخمونه نور پکښې پیدا که

زړه ته مې اوس نه را رسي ستا د بڼو غشي
تاو یې کړه، راتاو یې کړه لږ زور پکښې پیدا که

مه بدوه زړه د یار د کاڼي کاڼي زړه نه
دغلته صنم هم شته خو کور پکښې پیدا که

جانه د مودو نه زما زړه سوری سوری دی
ګل دي ستا خبرې خو ټکور پکښې پیدا که

څه رشته خو بویه د وطن سره "سائله"
کور دې پکښې نه سهي خو ګور پکښې پیدا که
 

زما په دواړو اوږو

زما په دواړو  اوږو  ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر  کې څه ليکئ نو په  پښتو وليکئ

د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه  په تندو  وليـــــــــــــکئ

په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې  د ګل  مينه  په  اغـزو وليکئ

زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم  د اجل  په زولنو ولـــيکئ

د ځنځيرونو خالقانو ـــ   د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون  د لېونو وليکئ

ای شاعرانو ـــ  د قلم  په آزادۍ مينو
حال  د بلوچو  ماشومانو د سلګو وليکئ

د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ  نقشه  کې کور د پښتنو وليکئ

 

غــــــزل

چې د قامت سوری یې لر ته رسي بر ته رسي
      د دلدارۍ هنر به څنګ داسې دلبر ته رسي
لا په کابل کې پابندي ده د نارنج په ګلو
   ګني هغه خوشبو خو زړه د پېښور ته رسي
زه ګوزارونه د جانان د بڼو پېژنمه 
لکه تاو کړی غشی نېغ راځي ځیګر ته رسي
               څه بختورې وې د هغو کلو لارې کوڅې
   چې یې د هر چم نه سر ونخلي ګودر ته رسي
چې تر هغې به زمونږ زړونه زمونږ وي او که نه ؟
زمونږ ځواني چې د وعدو د ګلو کر ته رسي

  هلته د فکر لېوني ګلونه اوغوړوي
           زما پیغام چې پښتنو ته چرته چرته رسي
څوک د " سائل "  د جادوګر زړه په جذبه پوهیږي
څوک د سائل د جادوګر قلم هنر ته رسي

 

 

 

 

غزل

زمانه په ناز تیر سوې نه دی ږغ وونه سلام             

ولاړې په اوږد سفـر نه دی خط وو نه پیام

په بیړه وارخطا لکه مرغه په هوا والوتې

نه ژړانه مخـــه ښه نه دی خندا وو نه کلام

دبیری سترګی ډکی ټول بدن دی ریږدیدله

ته پوه وی  چا ایښی وبلبل ته  ووپټ دام

دخواراوزارسترګوپه کتومی بدرقه کړی

دناکام مین په شان نه رسیږی پخپل کام

ستا ویل اوستا تلل زما هیڅکله نه هیریږی

څنګه تک اونخری وې څه غمزه ووڅه خرام

چی موسکا شې په شونډانو وړې زړه دهر مینه

په محبت دی یم روښان ته یی میاشته زما پربام

 

نه  پوهیږم ته بلبل ،ښکلی ګل که ته ستوری داسمان

 دونی پوه یم ستادسترګوزماژوندیی اې عزیزه تل مدام

 

قوماندان سالار وایی

قومــاندان سالاریم

نه پوهــیږمه  په هیڅ

وینه تویــه ونکی یم

غارتګرچپاول ګریم

وژونکی یم

قــــــاتــــل یم

فــــاســــدیم

پرژبه مې سپیڅلی کلام

دجهــــاداوداســــــلام دی

نولــــــه دی املــه ماپخوا

ډیر دینارونه،ریالونه ،کالداری

ډالـــرونه اوپونــــــډونه اخیستل

بیــــــــــادااوس ګـــــــــــــــــــړی

دامریکاییانودداخلیدونه

وافغـــــانستـــــــان تـــــــــــــــه

په میلیونو،میلیونو ډالرلرم

زه دلعلـــــــونو،دمـــــــــرجانونو

دمعــــــــدونونــــــــــودګــــــــټونه

ډیره ســـــرمایه زراوزیورلرم

زه اوس پـــــــه شــــــیرپــــــورکــــې

ډیرقیمــــتی لوکس قصــــــرونه

ډیرسترښکلــــــــــی دفــــــترلرم

زه وروستـــنـی مــــــــوډل موټر

شیشی یی په توروپردوپوښلی،

کــــــــلاسیک فــــــــــــرنیچــــــــــــــر،

پـــــــــه کــــــــــورکـــــــــــــې سینـــما،

انټــــــــرنیت اوکمپیوټرلرم

ددی دوودرولسیزومخکې

ماپخواپرڅــــټ داوبو ژي

وړل

یا کله ،کله مـې په  خــــــر وړل

نوداګړی زه 

دهرښه ســـــړی دښمن یم

دهربډای سړی دښمن یم

زړه مېدعقـــــدوډک دی

لږپاته دی چــــې ړنــدسم

پدی خاطر

دوینو تویه ولو امرزه ورکوم

چــــې زړه مې وغواړي دهــرچا

وینـــي زه خــــــپله تــــویــــه وم

دوژلوامر زه ورکوم

زه یې خـــپله هـــــم وژنم

دقتلونوامرزه ورکوم

زه یې خپله هم قتلوم

دټولوکرغیړونوکړونوامرزه خــــــــپله ورکوم

دمخدره موادودغلاګانودچوره ولو

دکوچینیانودتښتونوچاري زه خپله تنظیمه وم

زه پــــــــــه ظاهـــــر ه کې

په ژبــــــــه افــغــــان یم

مګر په باطـــــــــــن کې

زه دپردیولوی سپی

دهیوادددښمانوستر غلام یم

مشهورپه ظالـــم تل بـــدنام یم .

عزیزاحمد((خوارمل))

بیلجیم دانتورپین ښار

   

ســـاده زړه

 

 که پوهیدلې واې

چې

څونی راباندی ګران یی

څونی  پرما قدر لری

څوني ماته اغلی یی

څوني ستاسره مینه لرم

نوچوپتیا به دی هیر کړی وای

که پوه سوې واې

چې

څوني عزت اوحرمت دی لرم

دبدن هره حجره به دی

 دمینی ناری وهلی

که پوه سوې واې

چې

ماخپل ټوله ژوند

ستا په مینه تړلی دی

زما اوښکی به دی

پریولې اومنځلې واې

اوزما اوښکی به دی

 دمینولاسونوسره

 دوچیدودپاره

وبادته ورکولې

که پوه سوې واې

چې په رښتیا سره

زه دی مین یم

نوترابده به

ستا دښایستوسترګوکتل

 تل ترتله زما پرلور واې

اومابه ستا دښکلوسترګو

دکتوپه چوپتیا کی

دهغه پټی مینی

په رازونواورمزونو

لانورهم ځان ښه پوهولی واې

افسوز چې  ته پوه واې

سل ځلي افسوز

که ته پوه واې چې څوني

ستا په ښکلااوښایست

ستا په مینه اوالفت

ستا په مهراومحبت

ستا په لطف اوشفقت

ویاړم اوپری ژوندی یم

بیا به دې

هیڅکله زما

زهیر،غمجن

دپرهارونوډک زړه

نه ټوټی ټوټی کوله

ما به دی نه آزاره وله

افسوز چې

په دغه ټولوشیانو پوه واې

سل افسوزه چې

دخپلې  ساده زړه سره

تر اخره پری پوه نسوې .

عزیزاحمد((خوارمل))

بیلجیم دانتورپین ښار

 

 

 وطنه زما

 

ای دپټی خولی وطنه زما

ستا دپسرلی روح اوروان څه سول؟

ستا جم اوجوش شو کت اوشان څه سول؟

ستاد بڼونو هارنګ،رنګ طوطيان څه سول؟

ستادګڼوځنګلونوهاشنه زمريان څه سول؟

ستا دهره پاڼه په رګونوکی،

دمنی باداوس وچ کړی دی سری وينی

ستادسهارمستی وږمی،

ستادسپيدوهادپرخوباران څه سول؟

اوس ستاپه کليواوکوڅوکی،

ديرغل ګرفوځ ميدان وينم

ستاتيره توری هاسپاره خلک....

ستادکمندهاسرکښ آسان څه سول؟

ستا دبچيانودغښواولينديوپه باران کی

ککری ددښمنانووی سوری

ستامړونه هاپولادی زړونه

ستاسرتيری هادنيکه لمسيان څه سول؟

چی به ېی درلود

اوږدی شملی

ورښمين اسپيشل لنګی،لنګوټی

پښوکی څپلی،

ورسره وی سلاوی،تيري چړی

هغه ځوانمرده هانافرمانه،هغه شيربريتی،

ستاکاکه ګان هاپای لوچان څه سول؟

پوه يم چی ته!

دتورتمونوپه چوپتياکی اوس ډوب شوی ېی

اوستادخرابات کوڅي غاصبانودی تړلی ډيرپخوا

ستادرزمونوهنګامی،هاسردونه،اهنګونه

ستاغزلخوانه بلبلان څه سول؟

وطنه!

 ماته نن ترپرون بيګانه ښکاری  

ستادبچيانوڅيری،څيری ګريوانونه وينم

دپرهـــارونـــه ېی ډک زهـــــــيرزړونه وينم

ستا دعشق لار کې مينان،

ستاسربازان هابی باکه عاشقان څه سول؟

ستاشين اسمان اوس سترچت

دلوی زندان جوړسوی،

اوهره خواته تورتمونه زيږوی

ستاتوری شپی په تيريدودی

دسپين سباړنابه راسی پرتا

اوهربچی دی غچی اخلی په لوړاوازبه وايی :

ها دافغان دازادی دښمنان څه سول؟

بيابه راپورته سی ددی پاکي خاوري ډير سرونه

بيا به رامنځته سی غازيان داکبراومسجدی

اودايوب اودبابا په شان مړونه

بيابه ژوندی  سی هازموږدوياړتاريخونه

بيابه ناری کړی هرغازی وطنه زما!

هايرغلګر،هاغليمان څه سول؟

هاتورمخي،هاجلادان څه سول؟

ستابدخواهان،هادپرديوغلامان څه سول؟

ستا دښمنان هاوينی څښوونکی ظالمان څه سول؟

 ته دی سرلوړی ،سمسوره اوتل خپلواک اووسی.

((عزيزاحمدخوارمل))

 

                     

عزیزاحمد(خوارمل)  دمیراحمدزوی اصلآدفـــــراه دولایت په -۱۳۳۲-لمریز کال کی دکابل ولایت دچـهاردهی په ولسو الی کښی زیږیدلـی دی لمړنی زده کړی یې دفـراه ولایت دابونصرفـــراهی  اومنځنــــــــی زده کـــړی یی دکــــــــــندهـار ولایت دفـــــاضل کـــــند هــــاری اوداحـــــمدشاه بابا پــــه لیســـــــــــــــه کښــــــې او وروسته دابـــونصــــــر فـــــراهـــی دلیســــــــی ددولسم ټــــــولګی نه فـــــــارغ التحصیل او وروسته دهــــرات ولایـــــــــــــــــت دعــــالی دارالمعلمین نه فارغ التحصیل  اودفـراه  اودکـندهـار په ولایتــــــونـوکـــښی دښوونکـــی په تــــوګه  اووروسته بیاد کابل په ولایت کی رسمی اوغیررسمی  وظایف اودنــــدی یې ترســره کـړیـدی متاهل دی اواوو تنـــــوبچــیانـــو خـــاوند دی.

په درنښت

ددی پاڼی جوړه ونکی

  فریداحمد (خوارمل)

 

 

 

 

پولهای دوره زمامداری حبیب الله خان و امیر امان الله
 

پولهای دوره های کمونیستی و مجاهدین و طالبان

 

پولهای دوره ریاست جمهوری محمد داوود
 

 

 

پولهای دوره زمامداری محمد ظاهر

 

پولهای دوره زمامداری محمد نادر